د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

ابراهیمي: حکومت باید د داعش ځپلو کې عملي اقدامات وکړي


د افغانستان د ولسي جرګې رییس او غړیو یې په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د داعش ډلې پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړه.

د دې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي له امنیتي مسئولینو وغوښتل چې د داعش په وړاندې ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو ترڅنګ د داعش فعالیت په افغانستان کې یوه جدي او د اندېښنې وړ ستونزه ده.

د دغې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې داعش له ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان وروسته د شمال ولایتونو لپاره یو جدي ګواښ وباله.

ښاغلي ابراهیمي له امنیتي ارګانونو او د حکومت له رهبرۍ وغوښتل چې د یاد ګواښ پر وړاندې بشپړ امنیتي تدابیر ونیسي.

هغه زیاته کړه:

"زه پر امنیتي ارګانونو او د حکومت پر مشرتابه غږ کوم چې د دې نوې پدیدې په اړه عملي اقدامات ولري، درست او له شرایطو سره سم عملیات تر لاس لاندې ونیسي."

داعش شا اوخوا شپاړلس میاشتې وړاندې د ننګرهار په کوټ، اچین، شینوارو، هسکې مینې او یو شمېر نور ولسوالیو کې سر راپورته کړه او له افغان دولت سربېره له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شو.

داعش ۱۶ میاشتې وړاندې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو سر راپورته کړ
داعش ۱۶ میاشتې وړاندې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو سر راپورته کړ

افغان امنیتي چارواکي وايي چې په دغو سیمو کې یې د داعش ملا ور ماته کړې، په زرګونو جنګیالي ورته وژلي او اوس یې هم پر وړاندې پوځي عملیات روان دي.

د ولسي جرګې مشر د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې وروسته له هغې وښودې چې په ولسي جرګه کې د کونړ او بدخشان استازو وویل، داعش په نورستان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې خپل فعالیتونه پیل کړي او په خپلو لیکو کې د جنګیالیو په جذب بوخت دي.

د افغانستان دفاع وزارت د ولسي جرګې د غړیو اندېښنې پرځای بولي او وايي داعش په ختیځ کې له ځپلو وروسته اوس یو شمېر نورو ولایتونو ته مخه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د داعش ځپلو ته ژمن دي.

وزیري: افغان امنیتي ځواکونه د داعش ځپلو ته ژمن دي
وزیري: افغان امنیتي ځواکونه د داعش ځپلو ته ژمن دي

نوموړي زیاته کړه:

"داعش په افغانستان کې ځای نه لري او افغانان دې چمتو نه دي چې داعش وسله وال په خپل هېواد کې پریږدي، هغه بستر چې په عراق او سوریه کې د داعش لپاره هوار دی په افغانستان کې ورته نشته د افغانستان وسله والو ځواکونه بشپړ دې ته ژمن دی هر چېر ته چې داعش تحرکات پیل او سر را پورته کړي هغه به له منځه یوسي."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې څو اوونۍ وړاندې د ننګرهار پر کوټ ولسوالۍ د داعش ډلې له برید وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ننګرهار ته د سفر پرمهال ژمنه وکړه چې نه یوازې په کوټ بلکې په ټوله سیمه کې به داعش ځپل کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي امنیت شورا د داعش د له منځه وړلو لپاره یوه ستراتیژۍ جوړه کړې چې په پلي کېدو سره به یې داعش وسله وال د افغانستان له خاورې ورک شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG