د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

خوګیاڼی: په کوټ او نورو سیمو کې به د داعش تر ځپلو عملیات دوام ولري


د ننګرهار چارواکي وايي په کوټ ولسوالۍ او نورو سیمو کې په بشپړه توګه د داعش ډلې تر ځپل کېدو به پوځي عملیات دوام ولري.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، تازه دمه کمانډو سرتیري هم دا مهال په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او په حصارک کې د طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات کوي.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په کوټ کې به تر هغې مځکني او هوايي عملیات دوام وکړي تر څو پورې چې دا ولسوالۍ په بشپړه توګه د داعش له شتونه پاکه شوې نه وي.

خوګیاڼي په خبره په کوټ کې به تر هغې مځکني او هوايي عملیات دوام وکړي
خوګیاڼي په خبره په کوټ کې به تر هغې مځکني او هوايي عملیات دوام وکړي

نوموړي دا هم وویل چې د کوټ سربیره په حصارک ولسوالۍ کې هم د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد تازه عملیاتو ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.

سلګونو داعش وسله وال تېره اوونۍ په کوټ ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل او د چارواکو په وینا د عامو خلکو زیات شمېر کورونه يې وسوځول.

د ننګرهار چارواکي وايي، په حصارک ولسوالۍ کې دوه ورځې مخکې وضعیت کړکیچن و خو اوس دغلته حالات مخ په سمېدو دی.

په همدې حال کې یو حکومتي پلاوی پر کوټ ولسوالۍ د داعش د وروستي برید له امله عامو خلکو ته د اوښتو زیانونه په اړه ارزونه پیل کړې ده.

پر کوټ د داعش له برید وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر جلال اباد ته سفر وکړ او دغلته يې ژمنه وکړه چې نه یوازې په کوټ بلکې په ټوله سیمه کې به داعش ځپل کیږي او د یوه نوي امنیتي پلان له مخې به د داعشیانو پر ضد پراخ مځکني او هوايي عملیات ترسره کیږي.

حنیف اتمر: ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به په ننګرهار کې د داعش حضور ختم شي
حنیف اتمر: ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به په ننګرهار کې د داعش حضور ختم شي

د کوټ او حصارک سربیره د ننګرهار یو شمېر نورې ولسوالۍ هم په دې وروستیو کې د داعش او طالبانو سره د افغان ځواکونو د جګړو شاهدې دي.

راپورونه وايي چې په کوټ او ځنیو نورو سیمو کې د ناکراریو له امله سلګونه کسان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG