د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

اتمر: د داعش اکثریت غړي پاکستاني تابعيت لرونکي دي


د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محمد حنیف اتمر ننګرهار ته د خپل سفر په جریان کې د کوټ ولسوالۍ ولسونو، ولایتي او امنيتي چارواکو سره تر ليدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې د داعش ملاتړو هېوادونو ته جدي خبرداری ورکړ او د وروستي ځل لپاره يې ترې وغوښتل چې د داعش له مرستې لاس واخلي کنه خپله به د دې بلا ښکار شي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"هغه هېوادونه چې د دوی تر شاه دي د افغانستان د دولت له خوا ورته په صراحت اخطار ورکول کیږي د هغه اور لپاره چې تاسې داعش افغانستان ته راليږلي دي هغه اور به ستاسو خپله لمن او ستاسو کور وسوځوي د دې وحشي او تروریستي ډلو له ملاتړ نه لاس واخلئ او زموږ په وینه کې هیڅ وخت د تسليمې خبره نشته ده."

ښاغلي اتمر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د داعش په ملاتړو هېوادونو کې څوک څوک دي؟

هغه وويل، د داعش اکثریت غړي پاکستاني تابعيت لرونکي دي او د ډیورنډ کرښې له هاخوا سیمې نه راغلي دي.

دی وايي:

"دوی له پاکستانه راغلي دي دوی اکثریت د هغه ملک د تابعیت اسناد لري د دوی سره د مرکزي اسيا تروریستان یوځای شوي د دوی سره د خلیجو د هېوادو تروریستان په نامه د داعش هغه هم ورسره یوځای شوي دي د دوی شمېره په سلهاو ده نه په زرهاو د دوی هغه شمېره راکمه شوې ده څه وژل شوي او څه تښتيدلي دي."

ننګرهار ته د ډاکټر محمد حنیف اتمر راتګ له پيغامونو ډک بريښېده او د مرکزي ادارې پر وروستیو جدي پریکړو يې رڼا واچوله.

ده وويل، افغان ولسمشر چې د ټولو قوتونو سر اعلی قومندان دی د ټولو وسله والو ډلو د له منځه وړلو جدي پریکړه يې کړې.

د ښآغلي اتمر په وینا د وسله والو ډلو د ځپلو لپاره که نوی جوړ شوی پروګرام عملي شي نو په ډېر لنډ وخت کې به د وسله والو ځالې له منځه لاړې شي.

ښاغلی اتمر زیاتوي:

"په لېرو پرتو سیمو کې دوی پټنځایونه لري موږ پرې خبر یو په ډير نږدې وخت کې به تاسې واورئ چې د دې پټن ځایونو پرضد به هوايي او ځمکنی نوی کمپاین شروع شي دوی به یا بیخي ختیميږي او یا به په هغه لار بیرته ووځي په کومه چې راغلي دي."

د ويلو ده چې اوس مهال د داعش وسله واله ډله د نظامي جګړو تر څنګ تبليغاتي جګړې په برخه کې هم کار کوي او په ننګرهار کې د يوې اف ام راډيو له لارې تبیلغات کوي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، داعش وسله والو ته نور څه نه دي پاتې پرته له تبليغاتو او دده په خبره د ختیځې سیمې ولسونو د دوی خيالي او تبليغاتي ويناوې درک کړي او خلکو پرې باور له لاسه ورکړی.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG