د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

م.م: د افغانستان په ګډون ځینو هېوادو کې داعش دفاعي حالت کې ده


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه نوي راپور کې ویل شوي د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي دولت نومې ډله تر ډېره په دفاعي حالت کې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه راپور تائید کړ چې وایي، د داعش یا اسلامي دولت وسله‌واله ډله د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې له تهاجمي څخه دفاعي حالت ته رسېدلې ده.

دفاع وزارت وایي، داعش ډله د افغانستان لپاره لوی خطر نه‌دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس ویلي سره له دې چې په ځینو برخو کې د داعش ډلې له‌خوا ګواښونه پر ځای دي، خو دی وایي، د دغې ډلې پر وړاندې پوځي کمپاینونو د هغوی پر فعالیتونو ډېر اغېز کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، داعش وسله‌وال په افغانستان کې له سخت مقاومت سره مخامخ دي او د تعرضي فعالیتونو وړتیا نه‌لري.

دولت وزیرِي
دولت وزیرِي

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د داعش ډلې ډېر تلفات ولیدل، د دوی مقاومت مات شوی دی، دوی د تعرضي عملیاتو توان نه‌لري، که کوم ګروپ چېرې پاتې وي هغه په ډېر مشکل هلته اوسېږي، ځکه زموږ هوایي او کوماندو قواوي یې تعقیبوي، د دوی له‌خوا اوس لوی خطر نه‌احساسېږي."

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لویو اهدافو سره د افغانستان په هلمند، فراه، کونړ، نورستان، ارزګان، زابل او ننګرهار کې فعالیت پیل کړی وو، خو وایي، د افغان ځواکونو د سخت مقاومت په نتیجه کې اوس یوازې په ننګرهار، کونړ او زابل ولایتونو کې ډېر لږ فعالیت لري.

تر دې څو ورځې وړاندې د زابل سیمه‌ییزو چارواکو په لومړي ځل ویلي وو چې داعش وسله‌وال د زابل په ځینو غرنیو سیمو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي او ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي.

بل‌خوا د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي جمال‌الدین سیار ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د جلب او جذب هڅې ډېري شوي، خو وایي سیمه‌ییز خلک ورسره همکاري نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کونړ په اړه له تېرو اوو اتو میاشتو راهیسي جلب و جذب روان دی په ځینو ولسوالیو لکه وټه‌پور، ماڼوګي، چپه دره، شولتن، مروره، خاص کونړ او داسي نورې سرحدي سیمي دي چې له مرکز څخه لیرې دي، تر پخوا اوس جلب او جذب ډېر شوی دی، خو عام خلک له دوی سره هېڅ ډول همکاري نه‌لري."

تر دې وړاندې د کونړ او جوزجان د ولایتي شورا غړو ویلي وو چې داعش وسله‌واله ډله په دغو ولایتونو کې خپلو لیکو ته خلک جذبوي او د څلورو میاشتو په موده کې یې درې تر څلور زره کسان خپلو لیکو ته جذب کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه راپور کې راغلي چې داعش وسله‌وال له جنګي سیمو بهر خپل پلویان هڅوي چې د خپلو سیمه‌ییزو اړیکو څخه په استفادې بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG