د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

نورستان کې د داعش ډلې نفوذ مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شوی


د افغانستان په ختيځ ولايت نورستان کې چارواکي له ځايي مشرانو غواړي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د جنګياليو د نفوذ پراخېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د نورستان والي وايي، داعش ډله غواړي په ننګرهار کې له فعالیت وروسته په نورستان کې فعالیت پيل کړي او د دې ډلې د فعاليت د مخنیوي لپاره‌يې د نورستان په ټولو سیمو کې د داعش پر ضد يو پراخ کمپاين پيل کړی دی.

ښاغلي حافظ عبدالقیوم له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل:

"موږ د داعش پر خلاف يو کمپاين په لاره اچولی څو مخکې له مخکې خلک د هغوی په اړه معلومات ولري او د هغوی په شعارونو ونه‌غولېږي، د دې لپاره مو تل له قومي مشرانو، علمای کرام، غونډو ته، په ولسوالیو کې او په نورو محافلو کې مو دې مسایلو ته ځای ورکړی دی چې ولسونه بايد د هغوی په اړه قوي او کافي معلومات ولري."

ښاغلي حافظ عبدالقیوم وويل چې داعش په ناببره له نامعلومه ځایه نه‌راځي چې په وسلو سمبال راشي او حملې وکړي بلکې تر هغه مخکې به د خپل ځان لپاره د ځای پیدا کولو په خاطر کمپاينونه کوي او هڅې به کوي چې په کليو او محلاتو کې خپل ملاتړي ومومي.

والي: هڅه کوو د داعش د فعالیت مخه ونیسو.
والي: هڅه کوو د داعش د فعالیت مخه ونیسو.

دی وايي، دا کمپاين به د دغسي کارونو د مخنیوي په مقصد پلی وي.

والي وايي چې ډاډه دی د نورستان ولسونه له حکومت سره ولاړ دي او داسې خلکو ته به د نورستان په خاوره کې ځای ورنه‌کړي.

په دې اړه چې ايا ولسي پاڅونونه او داسې ورته کمپاينونه څومره په برياليتوب عملي کېدای شي او ايا حکومت به تر پايه د ځايي خلکو ملاتړ وکړي چې هغوی د داعش نفوذ ته نه ووايي؟ په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې ډاکټر پروین نورستاني وايي، د دې اقدام هرکلی کوي ځکه داسې هڅې به د ولسونو او حکومت تر منځ واټن کم کړي او پر حکومت به د خلکو باور زیات شي.

نوموړې زیاته کړه:

"که ولایتي چارواکي له خلکو سره همکار واوسي، خلک کولای شي اعتماد ولري او د همدې اعتماد له مخې هغوی کولای شي له مخالفينو سره په ډاډه زړه جګړه هم وکړي، په داسې حال کې که حکومتي ملاتړ نه وي، هغوی به په څه مبارزه وکړي؟ په تش لاس نه‌شي کولای، که مرکزي او محلي حکومت له دوی سره مستقيمه رابطه ولري، دا اقدام به ښې پايلې ولري."

خو دا وايي چې له بده مرغه تېر کال په وايګل ولسوالۍ کې خلک دې ته تيار شول چې د سخت دريځو پر وړاندې ولسي پاڅون وکړي، حکومت ورسره ژمنه وکړه، خو پر خپله ژمنه ونه‌درېد او دا موضوع په ټوله سیمه کې خپره شوه او هغوی له مخالفینو سره مخامخ شول او ننګرهار ته کډه شول.

د نورستان والي وايي چې په نورستان کې اوس‌مهال داعش حضور نه‌لري او دا يو معلوماتي کمپاین دی.

والي: نورستان کې داعش حضور نه لري دا یو معلوماتي کمپاین دی.
والي: نورستان کې داعش حضور نه لري دا یو معلوماتي کمپاین دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې چارواکي بېره لري چې مذهبي روابط ښايي په نورستان کې ځيني خلک وهڅوي چې له داعش سره د خوندي ځای او خوړو مرسته وکړي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نورستان په واما ولسوالۍ کې ډېری اوسېدونکي سلفي مذهبي دي چې وهابي مذهب ته ورته مفکوره ده خو طالبان د سني مذهب د حنفي مکتب پيروي کوي.

د نورستان والي وايي چې دغه حکومتي کمپاين د داعش د احتمالي حضور د مخنيوي لپاره پلی شوی دی چې خلکو ته معلومات ورکړي.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ډېری اوسېدونکو چارواکو ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به هېڅکله جنګيالیو ته په خپلو سیمو او کورونو کې ځای نه‌ورکوي ځکه دا به د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو مخ د دوی سيمو ته واړوي چې په جګړه کې به ملکيان هم تلفات ورکوي.

راپور: ملالۍ بشير

XS
SM
MD
LG