د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

رحماني: داعش غواړي په غزني کې پوځي اډې جوړي کړي


د داعش په نوم یو شمېر وسله والو ډلو د طالبانو څخه په توپیر د غزني او زابل په ځینو نا امنو ولسوالیو کې فعالیتونه پیل کړي دي.

وروسته له دې چې په نورستان او کونړ کې د داعش ډلې فعالیتونه د ځينو چارواکو له خوا تایید شوه، اوس دغې ډلې په نا امنو غزني او زابل ولایتونو کې هم په متفاوته توګه فعالیتونه پیل کړي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازې محمد عارف رحماني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته و ویل چې په وروستیو کې د داعش اړوند کسانو په دغه ولایت کې ځان ته د مرکزونو په جوړولو پیل کړی دی.

ښاغلي رحماني زیاته کړه:

"عملاً موږ پوهیږو چې دوی د غزني په ستراتیژيک ولایت کې د اډې د جوړولو هڅې کړي، کسان یې جذب کړي او ظاهراً په ځینو سیمو کې هم بریالي و، زموږ د معلوماتو له مخې د جاغوري ولسوالۍ په سرحد، په ګیلان ولسوالۍ کې، خاک افغان ولسوالۍ کې، دغه راز د اندړو او اجرستان په ځينو سیمو کې د داعش په څېر یو شمېر کسان شته، څوک کولای شي اندېښمن و نه اوسي، دا د پراختیا په حال کې یوه سرطاني ډله ده."

په همدې حال کې د غزني یو بل تن استازی چمن شاه اعتمادي وایي، د دغه ولایت نا امنه ولسوالۍ په ځانګړې توګه د داعش او نورو وسله والو د جلب او جذب او را ټولیدو په سیمو بدلې شوي دي.

نوموړي هم ازادي راډيو ته وویل چې خلک له دې اړخه ډېر اندېښمن دي.

دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې د غزني ځينو چارواکو و ویل، د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې وسله وال د زابل له خاک افغان څخه غزني ته تللي دي.

د دغه ولایت نا امنه ولسوالۍ د داعش او نورو وسله والو د جلب او جذب او را ټولیدو په سیمو بدلې شوي دي.
د دغه ولایت نا امنه ولسوالۍ د داعش او نورو وسله والو د جلب او جذب او را ټولیدو په سیمو بدلې شوي دي.

د غزني د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې دغې ډلې څه موده وړاندې ان په زنه خان، ګیلان، اندړو او ګیرو ولسوالیو کې شب نامې خپرې کړي دي او غوښتل یې چې دغلته نوې کسان خپلې ډلې ته جذب کړي.

مخکې تر دې د کندز د امنیې قوماندانۍ چارواکو هم د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پيلېدو خبره کړې وه.

د کندز د ګاونډي بلخ سرپرست عطا محمد نور هم د دغه ولایت په ځينو سیمو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د شتون خبره کړې وه.

په همدې حال کې د زابل د ولایتي شورا ځينې مسؤلین هم وایي چې په داعش پورې اړوند کسان له طالبانو څخه په توپیر سره د دغه ولایت په نا امنو سیمو کې راپیدا شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا منشي اسد الله کاکړ ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان پراخ مالي امکانات او پرمختللي جنګي تجهیزات لري.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

"دغه بهرني طالبان له افغاني طالبانو څخه ډېر مجهز دي، وسلې یې مډرنې دي، انټرنټ کاروي، په کومو ځایونو کې چې د دوی کورونه دي، هلته افغانان نه پرېږدي، که چېرې له افغانانو څخه کوم څوک دوی ته و ګوري، نو دوی ورسره جنګ کوي."

د دفاع وزارت که څه هم په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې ګډوډ فعالیتونه نه ردوي خو ټینګار کوي چې دغه ډله به په افغانستان کې خپلو اهدافو ته و نه رسېږي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل، په غزني او زابل کې د دغې ډلې شمېر په هغه حد کې نه دی چې خلکو یې په اړه تبلیغ کړی دی.

نوموړی وایي، دا ډله اوس په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري.

د دفاع وزارت که څه هم په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې ګډوډ فعالیتونه نه ردوي
د دفاع وزارت که څه هم په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې ګډوډ فعالیتونه نه ردوي

هغه زیاته کړه:

"د داعش په نوم وسله وال مخکې په هلمند، فراه، غزني او زابل کې و، خو افغان امنیتي ځواکونو له پلان سره سم په دغو سیمو کې یې پر وړاندي مبارزه کړې او اوس له منځه تللي دي، دوی اوس غوښتي چې د ننګرهار په اچین او نورو ختیځو ولایتونو لکه نورستان او کونړ کې د خلکو پر وړاندې خپل خصمانه اعمال تر سره کړي."

د پوځي چارو کارپوهان وایي، سخت دریځه ډلې او استخباراتي کړۍ د حکومت له کمزورتیا، په هېواد کې له موجوده بې عدالتۍ، وزګارۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت څخه په ګټې اخیستنې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراختیا مومي.

د چارو کارپوه یوسف امین ځاځي ازادي راډيو ته وویل چې له داعش او نورو وسله والو سره د مبارزې لپاره باید امنیتي او قضایې بنسټونه په خپلواکه توګه کار وکړي او پرې نږدي چې دغه ډله له دې زیات افغانستان له ستونزو سره مخامخ کړي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG