د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

دفاع وزارت د داعش د شمېر په اړه د روسي چارواکو څرګندونې رد کړې


دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د روسي چارواکو وروستۍ څرګندونې ردوي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره غړي لري.

سره له دې چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو د سیمې او نړۍ ځينې هېوادونه اندېښمن کړي، خو افغان دولت وایي، دغه ډله اوس په افغانستان کې دومره پراخ حضور نه لري.

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د داعش د شمېر په اړه د یو شمېر روسي چارواکو څرګندونې واقعیت نه لري.

دی زیاتوي:

"د داعش تعداد او پرسونل تر اوسه مشخص نه دی، دوی چې هر ځای وي موږه خپل ټول اقدامات سنجولي او په مقابل کې یې عملیات سره ته رسو."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې داعش په افغانستان کې ۱۰ زره غړي لري او وسله وال فعالیتونه یې په دغه هېواد کې مخ په پراخېدو دي.

ضمیر کابلوف ټاس ژانس سره په مرکه کې همدا رنګه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفینو د ترکمنستان او تاجکستان سرحدي سیمو ته نږدې هم فعالیتونه زیات کړي دي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

روسیې له افغانستان څخه شمالي ګاونډیو ته د احتمالي ګواښ د مخنیوي په خاطر هم د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه له تاجکستاني ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه له دې مخکې د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین هم ورته اندېښنه څرګنده کړې وه.

په همدې حال کې د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سید خېل ازادي راډیو ته ویلي، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د داعش ۸۵ کورنۍ له ننګرهار څخه دغه ولایت ته تللي دي.

اخوا د چارو کارپوهان وایي، کومې څرګندونې چې روسي چارواکي یې په افغانستان کې د داعش په تړاو کوي، د دغه هېواد د چارواکو یو ډول لوبه ده څو په منځنۍ اسیا کې خپل پوځي حضور ته لاره هواره کړي.

د سیمه ییزو چارو کارپوه احمد سعیدي وړاندې په دې اړه وویل:

د سیاسي چارو افغان کارپو احمد سعیدي
د سیاسي چارو افغان کارپو احمد سعیدي

"دلته دوه نظره دي، افغان دولت غواړي خلکو ته ډاډ ورکړي چې داعش نشته او موږ تسلط لرو، خو د روسانو هدف دا دی چې خپل ځواکونه ترکمنستان، تاجکستان یا هم ازبکستان ته و لیږي، ځکه دوی وایي داعش د دوی او منځنۍ اسیا لپاره په آینده کې ګواښ ده، دې ته یوه بازي امنیتي وایي، په دې معنی چې په سیمه کې خپل حضور ته لاره هواره کړي."​

ښاغلی سعیدي وایي داعش ډله لا هم په افغانستان کې په جلب او جذب بوخته ده او د افغانستان لپاره د طالبانو په پرتله جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG