د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

عطا محمد نور په بلخ کې د داعش ډلې فعالیت تایید کړ


د اسلامي خلافت ډلې یا داعش خپل فعالیت د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې هم پیل کړی دی.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د دې ولایت د زارع او کنشده ولسوالۍ په تنج او دهه یک سیمو کې د خورشید ۲۱ نظامي عملیات څخه وروسته په یادو سیمو کې د داعش ډلې فعالیت هم تایید کړ.

ښاغلی نور همدا راز وايي چې د خورشید ۲۱ پوځي عملیاتو له ترسره کېدو مخکې دوې افراطي ډلې داعش او طالبان په هڅه کې وو چې د بلخ په نا امنه کولو سره پر سمنګان او سرپل ولایتونو هم حملې وکړي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور تېره اوونۍ په خپله نظامي جامې واغوستې او د دې ولایت په نا امنو ولسوالیو زارع او کشندې کې یې د خورشید ۲۱ پوځي عملیاتو مشري وکړه.

ښاغلي نورله یوې اوونۍ جګړې وروسته د زارع او کشنده ولسوالۍ دهه یک او تنج سیمې د وسله والو طالبانو له وجوده پاکې کړې.

د یادو پوځي عملیاتو په پای کې ښاغلي نورپه ډاکه کړه چې د دوی په وړاندې یواځې طالب وسله وال نه جنګېدل، بلکې په دې ولایت کې یې د داعش ډلې حضور هم تایید کړ.

عطا محمد نور وویل چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې دوی له دوو افراطي ډلو سره مخامخ ول.

ښاغلي نور د یادو سخت دریزو ډلو د هویت په اړه داسې وویل:

"فکرکوم چې یاد کسان دوو افراطي ډلو ته اړوند وو او دوی د داعش او طالبان بیرغونه له ځان سره لېږدول."

د بلخ سرپرست والي وايي چې په خورشید ۲۱ عملیاتو کې د مختلفو امنیتي ارګانونو ونډه په برابره ټوګه وه او د یادو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

نور زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه وسله وال وژل شوي، کابو شل تنه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او نږدې لس تنه نور ټپیان دي.

دا محلي جګ پوړی چارواکی وايي چې دوې افراطي ډلې په هڅه کې وې ترڅو لومړی په بلخ کې ناامني رامنځته کړي او بیا پر سمنګان او سرپل ولایتونو حملې ترسره کړي:

"دوې پوځي ډلې وې چې هڅه یې کولو د تنجه ستراژیکې درې په نا امنه کولو سره پر شولګره او بلخ حملې وکړي او له هغه وروسته بیا بر سمنګان او سرپل ولایتونو بریدونه ترسره کړي."

له دې سره چې په لومړي ځل دا سیمه ییز چارواکی په بلخ کې د داعش ډلې د حضور پخلی کوي، خو بیا وايي چې هېڅ یوې افراطي ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې سر پورته کړي او نا امنۍ ته لمن ووهي.

تردمه وسله والو طالبانو او یا هم هېڅ یوې سخت دریزې ډلې د داعش په استازیتوبد ښاغلي نور د اعادو په وړاندې غبرګون ندی ښودلی.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG