د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

صمیم: د داعش راډیو د موقعیت پیدا کولو هڅې روانې دي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسؤلین وايي چې تخنیکي ټيمونه په دې کار کوي څو معلومه کړې چې په ننګرهار ولایت کې د خلافت غږ راډیو له کوم ځای څخه نشرات لري.
د دغه وزارت ویاند یاسین صمیم ازادي راډيو ته وویل چې احتمال لري دغه راډیو د ډیورند کرښې له هغې خوا په افغانستان کې خپرونې ولري.
د داعش ډلې د خلافت غږ راډیو ۳ میاشتې مخکې په ننګرهار کې خپرونې پیل کړې او خلک تروریستي اعمالو ته هڅوي.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریالې مرضیې احمدزۍ له ښاغلي صمیم سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې د خلافت غږ راډیو نشرات له تخنیکي پلوه څنګه دي او له کومه ځای په ننګرهار کې نشرات کوي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG