د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

فقیري: ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د داعش پرضد عملیات پیلېږي


د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د داعش په ګډون د افراطي ډلو پرضد د پراخو پوځي عملیاتو پیل ته تیاري نیسي.

د دې قول اردو ویندوی پرون جمعه ازادي راډیوته څرګنده کړه چې د ننګرهار، کونړ او نورستان په ګډون په ختیځو اومرکزي ولایتونو کې د پوځي عملیاتو پلان بشپړ شوی دی.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به دا عملیات پیل شي.

فقیري: څو ورځو کې به دا عملیات پيل شي
فقیري: څو ورځو کې به دا عملیات پيل شي

د دې قول اردو مطبوعاتي مسول ډګرمن شیرین اقا فقیري د عملیاتو د پیل د د قیق وخت له څرګندولو ډډه وکړه.

ښاغلي فقیري وویل،له تفکیک پرته به د ټولو وسله والو اوسخت دریځو ډلو پرضد عملیات کېږي.

شیرین اقا فقیري زیاته کړه:

"هر څوک چې زموږ د خلکو د ژوند د ناکرار ولو او زموږ پر امنیتي ځواکونو د حملې هڅه کوي زموږ لپاره دښمن دی."

د ډګرمن فقیري په وینا، د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د داعش فعالیت ډېر محدود شوی او د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د کمزوري کېدو په حال کې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون په ننګرهار کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په څو اونیو کې به په دې سیمه کې د داعش پرضد پراخ پوځي عملیات پيل شي.

ولسمشر غني: څو اونیو کې به په دې سیمه کې د داعش پرضد پراخ پوځي عملیات پيل شي.
ولسمشر غني: څو اونیو کې به په دې سیمه کې د داعش پرضد پراخ پوځي عملیات پيل شي.

ښاغلي غني د عملیاتو مسولیت په ختیځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردوته ورکړ.

ولسمشر غني د امنیتي قواوو د تشکیل د پراختیا خبره هم وکړه او څرګنده یې کړه چې د ناټو تړون د غړیو هېوادونو په مرسته به د ملي اردو تشکیلات د قول اردوګانو ترکچې پراخ کړي.

د ولسمشر غني په وینا، د امریکا ۸۴۰۰ او د ناټود نورو غړیو ۱۱ زره عسکر به د افغانستان د پوځ او پولیسو د روزنې پروګرامونه او د دې هېواد د ستراتیژیک امنیتي پلان د عملي کولو لپاره مالي مرستې جاري وساتي.

ښاغلي غني څرګنده کړه چې په دې هېواد کې د تروریستي ډلو پرضد د مبارزې لپاره د ناټو ځواکونو صلاحیتونه هم زیات شوي دی.

په ننګرهار کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسول ډګرمن شیرین اقا فقیري په دې اړه وویل چې د ناټوځواکونه به د پوځي عملیاتو پرمهال، په حساسو شرایطو کې همکاري ورسره وکړي.

ډګرمن فقیري زیاته کړه:

"د اړتیا په وخت کې به موږ له هغوي مرسته غواړو خو زموږ په پیاده عملیاتو کې برخه نه لري، ناټو زموږ ملاتړ اعلان کړی دی، موږ د عملیاتو ډېر قوي پلان جوړ کړی چې ضربتي، کوماندو اوځانګړي ځواکونه په کې شامل دي او داړتیا په وخت کې به کابل هم مرسته راسره کوي."

د ډګرمن فقیري په وینا، د ننګرهار په کوټ، اچین، خوګیاڼو او شینوارو ولسوالیو کې د داعش زیات وسله وال او مهم قوماندانان وژل شوي دي.

په ننګرهار کې تېره اوونۍ د پاکستاني طالبانو یو قوماندان عمرنری هم د ناټو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

عمر نری
عمر نری

د دې خبر ترخپرېدو وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفیر پر فیس بوک ولیکل چې ولسمشر غني په ننګرهار کې د عمرنري او د هغه پر ملګرو د دې حملې امرکړی و.

XS
SM
MD
LG