د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو لاسته راوړنې


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

دغه وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ ټپيان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش راډيو هم منځه تللې ده.

نجیبې زمان د موضوع په اړه د دفاع وزارت له مرستیال ویاند ښاغلي رادمنش سره مرکه کړې او په سر کې په ننګرهار کې د نوېو پوځي عملیاتو په اړه پوښتلي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG