د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

وزیري: داعش پر افغان ځواکونو تر حملې وروسته وسلې نه لوټي


د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر وړاندې د جګړې مشر د دغې ډلې د جنګيالیو په اړه يو جالبه خبره لیدلې او هغه دا چې پر افغان ځواکونو له حملو وروسته دغه سخت دريځي وسلې نه لوټي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان بيا وايي چې د داعش جنګيالي اوس تر پخوا لږ ځمکه په کنټرول کې لري خو فشار بايد ورباندې جاري وساتل شي.

په افغانستان کې د دوه سوه يو سيلاب قل اردو قوماندان ډګر جنرال محمد وزیري وايي چې د داعش پر ضد د جګړې پر مهال يې ليدلي چې د دې ډلې جنګيالي له جګړې وروسته د افغان ځواکونو وسلې نه لوټي.

رويټرز خبري اژانس د ده په خبره ليکلي، دا په دې مانا ده چې د دې ډلې غړي په ښه توګه تمويل شوي.

ده رويټرز خبري اژانس ته ويلي، نه پوهيږي داعش ډلې ته دا پيسې او مهمات له کومه راځي؟ ده ويلي چې دغه سخت دريځي له پاکستان سره پر پوله اوړي را اوړي.

د امريکا پوځ په افغانستان کې د داعش پر وړاندې هوايي بمبارۍ کړي او دا له هغه وروسته چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې د اسلامي دولت سخت دريځو پر وړاندې په سیمه کې چې داعش يې د خوراسان په نوم يادوي، خپلو ځواکونو ته د هوايي حملو اجازه ورکړه.

نیکولسن: د امريکا د هوايي حملو په مرسته د داعش سخت دريځو ځمکې له لاسه ورکړي.
نیکولسن: د امريکا د هوايي حملو په مرسته د داعش سخت دريځو ځمکې له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي چې د امريکا د هوايي حملو په مرسته د داعش سخت دريځو ځمکې له لاسه ورکړي.

ده ويلي داعش تېر کال نهه ولسوالۍ په خپل کنټرول کې درلودې او اوس درې ولسوالۍ تر خپله ولکه لاندې لري.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي په دې اړه له آزادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د سخت دريځو پر ضد هوايي بريدونه ډېر اغېزمن ثابت شوي ده وويل:

خوږیاني:د سخت دريځو پر ضد هوايي بريدونه ډېر اغېز من ثابت شوي .
خوږیاني:د سخت دريځو پر ضد هوايي بريدونه ډېر اغېز من ثابت شوي .

"موږ مخامخ له دوی سره په هغو سیمو کې هم جګړه وکړه په کومو سیمو کې چې د مخامخ جګړې امکان وو خو په هغو سيمو کې چې د مخامخ جګړې ستونزه وه، دوی زموږ هوايي ځواک وځپل، هوايي ځواک له مځکني ځواک سره ډېره ملتيا او همکاري کولای شي او په هغو سیمو کې چې د مځکني ځواک تګ وخت غواړي، مراحل غواړي، هوايي ځواک کولای شي هغوی ژر له منځه يوسي."

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن زیاته کړې چې د داعش محدودېدل دوی هڅولي خو باید پر دې ډله فشار ته دوام ورکړي.

د عراق او سوريې د داعش سره اړوندو سخت دريځو په افغانستان کې دومره لاسته راوړنې نه دي درلودلي او ويل کېږي ډېری غړي يې د نورو سخت دريځو ډلو لکه د طالبانو څخه جلا شوي کسان دي چې په ننګرهار کې د ځمکو د نيولو هڅې کوي.

رويټرز خبري اژانس د جنرال وزیري له خولې ليکلي چې د ننګرهار په کوټ، اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش غړي حضور لري.

دواړو وزيري او نیکولسن خبرداری ورکړی چې دغه ډله له پاکستان سره پر پوله زيات حضور لري.

جنرال وزيري رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې داعش ډيورنډ کرښې ته نږدې د وسلو زېرمې او روزنيز مرکزونه جوړ کړي او د اټکل له مخې هلته تر دوه زره پوري جنګيالي لري.

دغه ډله له پاکستان سره پر پوله زيات حضور لري.
دغه ډله له پاکستان سره پر پوله زيات حضور لري.

نيکولسن هم ويلي چې د پاکستان پوځي مشرتابه اندېښنه ښودلې چې داعش ډيورنډ کرښې ته نږدې د پاکستاني سخت دريځو استخدام هم پيل کړی دی.

ده ويلي چې دا هغه پاکستاني طالبان دي چې د پاکستان پر وړاندې جګړه کوي او اوس له داعش سره یو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG