د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

رادمنش: د طالبانو او داعش جنګ د تروریستي ډلو د ګټو په خاطر دی


د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په عکس العمل کې وایي چې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ اختلافات د ملي ګټو په خاطر نه بلکې د هغوی د ملاتړو د ګټې لپاره دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، وسله وال مخالفین چې د هېواد په هر ګوډ کې نا امنۍ ته لمن وهي، وبه ځپل شي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د طالب او داعش ډلو ترمنځ جګړه د لویو تروریستي کړیو د ګټو په خاطر دي او دواړه ډلې هڅه کوي چې د هغوی پلانونه عملي کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله وال طالبان او داعش ډله چې د هېواد په هره برخه کې تحرک ولري د افغان ځواکونو لخوا ځپل کیږي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په هېواد کې د امنیت ټينګښت لپاره افغان ځواکونه د دغو مخالفو ډلو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه:

"دواړه ډلې د خپلو تروریستي ګټو په خاطر او همدارنګه دغه ډلې د سیمې د استخباراتي پلانونو د تطبیق لپاره کار کوي چې دوې دواړه تروریستي ډلې دي او خپلمنځي شخړې د دوې ګروپي ګټو په خاطر دي د ترورستانو په وړاندې څه داعش وي یا طالب زموږ هدف یو دی، هغه کسان چې د افغانسان په ضد دي باید له منځه یوړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي داعش ډله د ننګرهار په محدودو سیمو کې فعالیت کوي او د دوې مبارزه به داعش ډلې په وړاندې روانه وي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې ویلي چې د داعش د حضور بد عواقب ولس او د دوی ملګرو درک کړي، نو ځکه یې پر وړاندې درېدلي دي.

تردې وړاندې بیا د ننګرهار سیمه ییزو مسوولانو هم د طالب او داعش ډلو ترمنځ د جګړو خبر ورکړی و.

د دوی په وینا چې په دغو نښتو کې چې د ننګرهار په اچین، خوګیاڼو او هسکه مېنه کې شوي دواړو ډلو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګي هم تېره ورځ د هېواد په یو شمېر برخو کې وسله والو طالبانو په فعالیتونو او د هېواد په ختیځ کې د داعش ‌ډلې په حضور اندېښنه څرګنده کړه.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو شمېر غړي بیا وایي چې طالبان او داعش یو د بل د لمنځه وړلو توان نه لري.

مشواڼي: طالبان او داعش یو د بل د لمنځه وړلو توان نه لري
مشواڼي: طالبان او داعش یو د بل د لمنځه وړلو توان نه لري

د دغه کمېسیون یوه غړي حاجي سخي مشواڼي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې امن راشي دوی هڅه کوي چې په دوو برخو کې یعني داعش او طالب سره په خپلو منځو کې جګړه وکړي او په یو بل نومونو په افغانستان کې له جګړې د ځان په ګټه کار اخلي او دا ډلې نشي کولی چې یو بل له منځه یوسي."

نوموړي وویل د سیمې د یوشمیر هېوادونو هڅه تل دا وي چې تروریسي ډلې تمویل او ترې ملاتړ وکړي او د نا امنیو د جوړولو لپاره یې افغانستان ته ولیږي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون دغه غړي ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د دغو ډلو د لمنځه وړلو لپاره جدي هڅې وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG