د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې بدلون


باسټن ګلوب خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکي امریکا خپل سلګونه عسکر افغانستان ته نږدې یوې سیمې کې ځای پرځای کوي.

خپرونه لیکي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وویل چې سربېره پر هغو ۸۴۰۰ عسکرو چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې پاته کیږي سلګونه نور عسکر به افغانستان ته نږدې یوې سیمې کې ځای پرځای شي چې د اړتیا په وخت کې به دغه هېواد ته لیږل کیږي.

جنرال جان نکولسن خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۴۰۰ عسکر د ناټو د همکاري او مشورې د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته نږدې ځای پرځای کیږي.

خپرونه د جنرال نکولسن له قوله لیکي چې دغه ځواکونه به افغانستان ته نږدې سیمه کې وي خو دا يې نه دي ویلي چې چېرته.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د بدلون په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې جنرال نکولسن د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکايي ځواکونو د نوېو عملیاتو تمرکز به د افغانستان په ختیځ کې وي چېرته چې د بغاوت بېلابېل ډولونه لیدل کیږي.

جنرال نکولسن خبریالانو ته ویلي چې اوس مهال خپل ورځني عملیات له هغو لارښوونو سره سم چې د امریکا جمهور رییس تېره میاشت وکړې په مخ بیایي.

دغه عملیات یوازې هوايي بریدونه نه دي بلکه د امریکايي سرتېرو ځانګړي اقدامات هم په کې شامل دي.

د ورځپاڼې په لیکنه د دغو اقداماتو یو مثال د کندهارپه میوند کې پر طالبانو د افغان ځواکونو د وروستي برید په ترڅ کې عملي شو.

جنرال نکولسن ویلي چې په ننګرهار کې هم له مودې راهیسې پر تعرضي عملیاتو تمرکز پیل شوی چېرته چې د افغانستان اردو خپل سږنی عملیاتي کمپاین ترسره کوي.

واشنګټن پوسټ د جنرال نکولسن له قوله لیکي چې طالبان او داعش د پاکستان پولو ته نږدې د افغانستان په ختیځوغرنیو سیمو کې فعال دي او امریکايي ځواکونه له خپلو نوېو صلاحیتونو سره سم په دغو سیمو کې افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

سټار زاینډ سټرایپس:

سټار زاینډ سټرایپس خپرونې هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د بدلون په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

خپرونه افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال جان نکولسن له قوله لیکي چې کوم نوي صلاحیتونه یې چې ترلاسه کړي په طالبانو باندې بریدونو کې چټکې اغیزې لري.

له دغو نوېو صلاحیتونو سره سم په څو وروستیو اونیو کې تقریباً هره ورځ طالبان په نښه شوي دي.

جنرال نکولسن ویلي چې د طالبانو خلاف نوېو پوځي اقداماتو د دوی او افغان ځواکونو ترمنځ جنګ باندې چټک اغېز کړی دی.

سټارز اینډ سټرایپس خپرونه لیکي:

تېره میاشت جنرال نکولسن ته واک ورکړل شو چې مخکې له دې چې طالبان په افغان ځواکونو برید وکړي په نښه یې کړي.

مخکې به یوازې په هغه صورت کې چې افغان ځواکونو د عاجلې هوايي مرستې غوښتنه کړې وه امریکايي ځواکونو په طالبانو برید کاوه.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر، قوماندان جنرال نکولسن او نورو امریکايي پوځیانو د دغه صلاحیت او واک غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG