د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د پېښور پر پوځي ښوونځي د حملې اصلي طراح "عمرنری" ووژل شو


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په پېښور کې د پوځي مامورینو د ماشومانو پر ښوونځي د وسله والې حملې مشکوک طراح "عمرنری" د ملي اردو او نړیوالو ځواکونو په هماهنګو عملیاتو کې وژل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وویل، وسله وال ځواکونه به یې هیڅ تروریستي ډلې یا وګړي ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د دې وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري څرګنده کړه چې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي د حملې د مشکوک طراح " عمرنري" د وژلو لپاره حمله له دوی سره د هماهنګۍ پر اساس کړې ده.

ښاغلي وزیري پرون پنجشنبه ازادي راډیوته وویل، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د تروریزم ضد عملیاتو د موثریت لپاره د ناټو ځواکونه د افغانستان له ملي اردو سره د هماهنګۍ اومشورې پر اساس، کار کوي.

دولت وزیري
دولت وزیري

دولت وزیري:

"د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هیڅ حلمه د افغانستان له حکومت سره له هماهنګۍ پرته نه کوي او ټول معلومات په یوه واحد مرکز تحلیل او تجزیه کېږي، خو ډېره مهمه خبره دا ده چې د افغانستان حکومت او وسله وال ځواکونه هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې دلته تروریستي حملې وکړي یا له دې ځایه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال په دې اړه پرفیس بوک لیکلي وو چې:

حضرت عمر زاخېلوال
حضرت عمر زاخېلوال

"د عمر منصور او د هغه د اوو ملګرو د ځای تر تایید وروسته، ولسمشر غني د هغوی د وژلو د عملیاتو امر وکړ، د افغانستان حکومت تروریستانوته د پانګې په سترګه نه ګوري، په تروریستانو کې فرق نه کوي او هغوی په نښه کوي."

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویندوی په دې اړه چې د حملې امر ولسمشر غني کړی، په زغرده له تبصرې ډډه وکړه.

د امریکا دفاع وزارت وړمه ورځ وویل چې د پاکستاني طالبانو قوماندان عمر نری د جولاي په نهمه د شنبې په ورځ په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

په وروستیو دوو میاشتو کې دا د وسله والو طالبانو دوهم لوی قوماندان دی چې د افغانستان او پاکستان کډ سرحد ته په نږدې سیمو کې، د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې وژل کېږي.

د افغانستان د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د روان میلادي کال په مې میاشت کې په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

په افغانستان کې د پاکستاني د طالبانو د نورو داسې لویو قوماندانانو د شتوالي امکان څومره دی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د ملي دفاع دوزارت ویندوی، جنرال دولت وزیري ازادي راډیوته وویل:

"د افغانستان او نړۍ خلک باید په دې وپوهیږي چې دلته هیڅ تروریست ته د استوګنې اجازه نشته، موږ داسې نه یو لکه زموږ ګاونډی هېواد چې علني د تروریستانو د تمویل او تجهیز او د هغوی د روزنې کار روان دی، هغوی ته ځايونه ورکړ شوي او ملاتړ یې کېږي، د افغانستان حکومت د تروریستانو د ځای په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولوسره سم، له یوې شیبې ځنډ پرته، پرهغوی حمله کوي. "

د پاکستاني طالبانو قوماندان عمر نري چې د "خلیفه عمرمنصور" او"خالد خراساني" په نوم هم پېژندل شوی په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې د پوځي مامورینو د ماشومانو پر ښوونځي د خونړۍ حملې د پلان جوړولو ادعا کړې وه.

په حمله کې لږترلږه ۱۵۰ تنه چې د ښوونځي زده کونکي، ښوونکي او نور کارکونکي په کې وو، وژل شوي وو.

عمر نري ویلي وچې د دې حملې لپاره یې انتحاریان او وسله وال روزلي وو.

XS
SM
MD
LG