د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ولسمشر غني: راتلونکو څو اوونیو کې به د داعش بنیاد ختم کړو


د هېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په ختیځه سیمه کې مېشت د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندانۍ ته تللی و او هلته يې په خبري ناسته کې د داعش د بنيادي ختمېدو خبر داری ورکړ.

ډاکټر محمد اشرف غني چې د افغان ځواکونو اعلی سر قوماندان هم دی په داسې مهال چې له پوځ سره د تعهد خولۍ يې په سر و افغان ځواکونو ته په وینا کې وويل په ډېر نږدې وخت کې به له ختیځې سیمې د داعش وسله والو ټغر ورټول کړي:

"دا خبره درته له همدې ځایه درته اعلان کوم چې په راتلونکو اونیو کې به ۲۰۱ سېلاب قول اردو داعش بېخ او رېشه به ختموئ."

نوموړي وویل په هېواد کې د دولت وسله والو مخالفينو پرضد د شفق په نامه د پيل شويو عملياتو ډير پام به په ختیځه سیمه وي.

ښاغلي غني وسله الو ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې هر ډول امکانات يې ورته برابر کړي دي:

"بهترین امکانات درته برابر شوي نور تفصلات نه ورکوو، مګر دوی دې پوه شي چې ختمېږي. همدا رنګه چې دوی ختمېږي نور تروریستي ګروپونه به هم ختم شي."

ښاغلي غني په خبررو کې نړیوالو په مرستې همکارۍ هم خبرې وکړې چې نړیوالو او په خاص ډول امریکا ته يي قناعت ورکړی او افغان ځواکونو د حمایت ژمنه يې ترې اخیستې.

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني داسې مهال ننګرهار او په لغمان کې مېشت قول اردو ته سفر وکړ چې په دې وروسیتو کې د داعش پرضد د داخلي او بهرنیو ځواکونو لخوا پراخه هوايي بریدونه پيل شوي.

ننګرهار کې د داعش په وړاندې پراخ هوايي بریدونه پیل شوي
ننګرهار کې د داعش په وړاندې پراخ هوايي بریدونه پیل شوي

له دې وړاندې د ملی امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال د دولت وسله والو مخالفينو د لمنځه وړو خبره کړې وه.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG