د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

افغانستان کې هوايي حملو داعش ډله ځپلې


د امريکا پوځ په تېرو درېيو مياشتو کې په افغانستان کې د ټروريزم پر خلاف سل هوايي حملې کړي چې له اويا نيولې تر اتيا يې پر داعش ډلې شوې دي.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وروستيو کې د افغانستان په ځينو برخو، له دې جملې ننګرهار کې خپل حضور پراخ کړى و.

د امريکا پوځ په افغانستان کې د داعش ډلې د غړو شمېر له زرو څخه تر درېيو زرو پورې ګڼي، خو يو امريکايي جنرال وايي دا شمېر اوس تر دې کم شوى دى.

امريکايي چارواکي وايي، وروسته له هغې چې يې پر سخت دريځو ډلو خپل بريدونه زيات کړل، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش حضور کم شوى دى.

خو په کابل کې امريکايي جنرال خبردارى ورکړ چې داعش ډله لا هم د حملې وړتيا لري.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند بريد جنرال چارلز کليفلَند د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل:

"د امريکا پوځ د روان ميلادي کال په لومړېو درېيو مياشتو کې د ټرورېزم ضد څه باندې سل حملې کړي چې له اويا څخه تر اتيا پورې هوايي حملو کې داعش ډله په نښه شوې ده."

دغه جنرال په خپلو خبرو کې وويل چې د داعش ډلې وړتيا کمه شوې او په ننګرهار کې يې هم په مجموع کې حضور کم شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي ازادي راډيو ته ويلي، په دې ولايت کې تېر لمريز کال کې څه باندې ٣٠٠ پوځي عملياته شوي چې په نتيجه کې يې شا و خوا ۲۰۰۰ وسله وال چې ډېرى يې د داعش ډلې غړي وو، وژل شوي دي.

د امريکا پوځ اټکل کوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنيګاليو شمېر له زرو تر درېيو زرو پورې رسېږي، خو بريد جنرال چارلز کليفلَند وويل چې دا شمېر ښايي تر دې کم وي.

د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند امريکايي جنرال کليفلَنډ ويلي، موږ وينو چې داعش ډله هڅه کوي، په هلمند ولايت کې خپل حضور پراخ کړي.

د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند امريکايي جنرال کليفلَنډ ويلي، موږ وينو چې داعش ډله هڅه کوي، په هلمند ولايت کې خپل حضور پراخ کړي.
د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند امريکايي جنرال کليفلَنډ ويلي، موږ وينو چې داعش ډله هڅه کوي، په هلمند ولايت کې خپل حضور پراخ کړي.

د ده په خبره درې مياشتې مخکې داعش ډلې له شپږو تر اتو پورې ولسواليو باندې کنټرول درلود، خو اوس يوازې دوې يا درې ولسوالۍ د دوى په واک کې دي.

د غوڅ ملاتړ د ماموريت دغه وياند ويلي چې د داعش ډلې جنګياليو د بچ پاتې کېدو لپاره کونړ او نورستان ولايتونو يا هم د افغانستان ختيځو سيمو ته مخه کړې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم په وروستيو کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې په وانت وايګل ولسوالۍ کې د القاعده شبکې او نورو دولت ضد ډلو حضور تاييد کړى دى.

بل خوا د کونړ د امنيې قوماندانۍ مرستيال سيد مقصود پاچا ازادي راډيو ته ويلي چې دوى ته په وررسېدلو استخباراتي راپورونو کې ويل شوي چې داعش ډله هڅه کوي په دې ولايت کې نوي غړي جلب کړي، خو پاچا وويل، دوى د دې ډلې په وړاندې د مقابلې پوره چمتووالى لري.

د بهرنيو قواوو د هوايي حملو تر څنګ افغان قواوې هم د داعش ډلې په وړاندې په جګړه بوختې دي.

XS
SM
MD
LG