د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

اسلامي هېوادونه به د ترورېزم ضد جګړه کې ګډ کار کوي


د اسلامي هېوادونو مشرانو موافقه کړې ده چې د ترورېزم پرضد په جګړه کې به له یو بل سره ګډ کار کوي. په دې اړه پرون د ترکیې ولسمشر خبریالانو ته څرګندونې وکړې.

د اسلامي کنفرانس د سازمان OIC د ۵۷ غړو هېوادونو مشران د ترکیې په استانبول ښار کې راټول شوي دي او د اسلامي نړۍ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، اسلامي هېوادونو موافقه کړې چې د ترورېزم پرضد په جګړه کې به له یو بل سره ګډ کار کوي او د پولیسو د ښې همکارۍ لپاره به په استانبول کې یو مرکز جوړوي.

د اسلامي نړۍ مشران دا اوونۍ په استانبول ښار کې راټول شوي څو د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړي چې د اسلامي کنفرانس د سازمان ۵۷ غړي هېوادونه ورسره مخامخ دي. په دې ډله کې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له کبله د بشري ستونزو موضوع هم شامله ده.

اردغان غونډې ته په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل چې دی د اسلامي هېوادونو ترمنځ د داسې یوه جوړښت د رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي چې د ترورېزم او نورو جنایاتو پرضد په مبارزه کې همکارۍ پیاوړې او تنظیم کړای شي.

اردغان زیاته کړه، دې نظر ته په پام سره د اسلامي کنفرانس د سازمان غړو هېوادونو د پولیسو د فعالیت د همغږۍ او د چارو د سمون په مقصد د یوه تشکیل د جوړیدو لپاره د ده وړاندیز ومانه.

اردغان چې هېواد به یې د دې سازمان درې کلنه نوبتي مشري ترلاسه کړي د پولیسو د دې ځواک د رامینځ ته کیدو د وخت او څرنګوالي په اړه جزییات څرګند نه کړل.

اردغان چې هېواد به یې د دې سازمان درې کلنه نوبتي مشري ترلاسه کړي د پولیسو د دې ځواک د رامینځ ته کیدو د وخت او څرنګوالي په اړه جزییات څرګند نه کړل.
اردغان چې هېواد به یې د دې سازمان درې کلنه نوبتي مشري ترلاسه کړي د پولیسو د دې ځواک د رامینځ ته کیدو د وخت او څرنګوالي په اړه جزییات څرګند نه کړل.

ترکیه له څو کلونو راهیسې د ترورېزم پرضد د هېوادونو ترمنځ د همکارېو د همغږۍ غوښتنه کوي او دا په داسې حال کې ده چې د دې هېواد پوځ له کرد وسله والو یاغیانو سره د جګړې په حال کې دی.انقره او متحدان یې دا وسله وال تروریستان بولي.

انقره په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد د ائتلاف غړیتوب لري او د ولسمشر بشاراسد له رژیم سره مخالفه او ځکه په سوریه کې د ایران په مخالفه جبهه کې ولاړه ده.

د استانبول په غونډه کې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم وینا وکړه او د مسلمانانو ترمینځ د نفاق پرخلاف یې خبرې وکړې.

د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې روحاني په دې غونډه کې وویل چې له دې غونډې څخه باید هیڅ داسې پیغام ونه وځي چې د مسلمانانو ترمینځ او په اسلامي نړۍ کې د نفاق باعث شي.

له دې مخکې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ویلي و، د افغان حکومت په استازیتوب اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ په دغې ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته رسېدلی دی.

ښاغلی مینه همدارنګه ویلي و، اجرائیه رئیس به په دغه کنفراس کې د افغانستان او په سیمه کې د اسلامي هېوادونو د روانو حالاتو به باب خبرې وکړي.

خو په ځینو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې اجرائیه رئیس به په دغې ناسته کې د هغو مشکلاتو په اړه د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړي چې دا مهال افغانستان او د سیمې اسلامي هېوادونه ورسره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG