د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان ناسته افغانستان ته مهمه ده


افغان حکومت په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ۱۳مه ناسته په افغانستان کې د ترورېزم د مشکلاتو د حل او د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټوره بولي.

افغان حکومت هیله من دی چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي هېوادونو د کنفراس ګډونوال به په اسلامي هېوادونو کې د نورو ستونزو تر څنګ د ترورېزم په برخه کې یوې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د پنجشنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول ناستې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولو اسلامي هېوادونو د ستونزو د حل لپاره مهمې دي.

ښاغلی مینه پال وايي:

"دا کنفرانس موږ ته ډېر مهم ده ځکه اوس اسلامي نړۍ د ترورېزم تر ګواښ لاندې ده د دې په خاطر چې دا یو ګډ ګواښ دی نو په کار ده چې پر وړاندې یې ګډ مقاومت جوړ شي او یو ګډ دریځ ونیول شي."

ځینو رسنیو د اجرائیه ریاست له قوله ویلي چې دغه کنفراس به د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ترکیې په استانبول کې جوړ شي.

ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو د همکاریو په ۱۳مه ناسته کې په اسلامي هېوادونو کې د روانو حالاتو، ستونزو او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر ګډو فرصتونوبحث وشي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي د افغان حکومت په استازیتوب اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ په دغې ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته رسېدلی دی.

د افغان حکومت په استازیتوب اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ په دغې ناسته کې د ګډون کوي.
د افغان حکومت په استازیتوب اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ په دغې ناسته کې د ګډون کوي.

ښاغلی مینه پال وايي اجرائیه رئیس به په دغه کنفراس کې د افغانستان او په سیمه کې د اسلامي هېوادونو د روانو حالاتو به باب خبرې وکړي.

خو په ځینو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې اجرائیه رئیس به په دغې ناسته کې د هغو مشکلاتو په اړه د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړي چې دا مهال افغانستان او د سیمې اسلامي هېوادونه ورسره مخامخ دي.

د اسلامي هېوادونو کنفراس له ملګرو ملتونو وروسته دوهم سازمان دی چې ۵۷ هېوادونه یې غړیتوب لري او په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنی کنفراس په جدي کې جوړ شو.

خو افغان سیاسي کارپوهان بیا د دا ډول کنفراسونو جوړېدل بې ګټې بولي او وايي چې د اسلامي هېوادونو د کنفراسونو پرېکړې عملي شوي نه دي.

د عبدالله بیانیه لکه په یخ چې لیکل یخ ته کېږدې.
د عبدالله بیانیه لکه په یخ چې لیکل یخ ته کېږدې.

احمد سعیدي په دې اړه وايي:

"ایران او سعودي عربستان مخالفتونه لري او د کنفرانس اجنډا د ډېرو هېوادونو تر اغېز لاندې ده، نو ځکه زه باور لرم چې ډاکټر عبدالله چې په دې کنفرانس کې کومه بیانیه ورکوي داسې ده لکه په یخ لیکل چې لمر ته کېږدې."

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان دغه ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د رپوټونو له مخې دا مهال یو شمېر اسلامي هېوادونه د ترورېزم له ګواښ سره مخامخ دي او د القاعده او داعش ډلو د حضور پراخېدو دغه هېوادونو ته ګواښونه متوجې کړي دي.

خو افغان حکومت د اسلامي هېوادونو همکاري د دغه ګواښونو د مخنیوي لپاره مهمه بولي او وايي په افغانستان او د سیمې په اسلامي هېوادونو کې باید د ترهګریزو ډلو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG