د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

افغان حکومت د جګړې پنځه کلن پلان تصویب کړ


د افغانستان جمهوري ریاست هیله لري چې د افغان ځواکونو له پنځه کلن جنګي پلان سره به په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، په دې پلان کې هره هغه ډله چې د افغانستان د حکومت پرضد جنګېږي، هغه دښمن بلل شوې ده او هر څوک چې له افغان دولت سره جنګ کوي، که طالبان دي، که داعش دي، هره ډله چې وي، د افغانستان او د دې هېواد د خلکو دښمنان دي چې موږ به د هغوی په وړاندې جګړه وکړو.

هره هغه ډله چې د افغانستان د حکومت پرضد جنګېږي، هغه دښمن بلل شوې ده
هره هغه ډله چې د افغانستان د حکومت پرضد جنګېږي، هغه دښمن بلل شوې ده

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"په مجموع کې دا یو بریالی پلان دی چې هیله ورته لرو چې له تطبیق سره به یې د افغانستان ټولې هغه نقطې چې دښمن دغه اوس سلطه پرې لري هغه به د دوی له ولکې باسو هغه به د امنیتي ځواکونو یا د افغانستان د حکومت د ملکي او نظامي ادارو تر چوکاټ لاندې راځي."

د جګړې پنځه کلن پلان تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې چې مشري یې ولسمشر اشرف غني کوله، تصویب شو.

دواخان مینه پال وایي، په دې جامع پلان کې ګواښونه او هغه ټکي چې زیان وررسېدای شي، معلوم شوي دي.

د جګړې پنځه کلن پلان تېره ورځ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې تصویب شو
د جګړې پنځه کلن پلان تېره ورځ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې تصویب شو

هغه زیاته کړه:

"د راتلونکو پنځو کلونو لپاره مو د دښمن ګواښونه ارزولي دي، د هغوی په وړاندې د افغانستان وسله والو ځواکونو ځانګړي تیاریانې نیولي دي، د وسله والو ځواکونو اړتیاوې مو په نښه کړي او هغه ځایونه چې له پوځي اړخه زیان ور رسېدلی شي، د هغوی پیشګویي هم په دې پلان کې شوې ده او ارزول شوي دي."

د ولسمشر غني مرستیال ویاند په هغو سیمو کې چې زیان وررسېدلی شي د هلمند نوم یاد کړ.

د افغانستان جمهوري ریاست، امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست د ناټو د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره په سلامشورې دا پلان چمتو کړی دی.

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د افغان ځواکونو پسرلنی پلان هم تصویب شو.

بل لور ته مقابل لوری هم غلی نه دی، د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې د سې شنبې په ورځ د "عمري" په نوم د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ور کړ.

د ناټو عمومي منشي روان میلادي کال د افغانستان لپاره یو سخت کال یاد کړی دی.

د اسوشیېټیډ پریس اژانس په وینا، ینس سټولټنبرګ په دې باور دی چې طالبان، القاعده او د اسلامي دولت ډله به په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG