د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

صدیقي: په ۱۰ولایتونو کې د "شفق" په نوم عملیات روان دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مخالفو وسله والو ډلو د پټنځایونو له منځه وړلو لپاره یې په نږدې۱۰ ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل چې د شفق په نوم د پیل شوو عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه ۱۰۰مخالفین وژل شوي او عملیاتو ښه نتیجه ورکړي ده.

د امنیتي چارو کارپوهان بیا د عملیاتو نتیجو ته خوشبینه نه دي وايي چې ډير کله په دا ډول عملیاتو کې همغږي او دقیق معلومات نه وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره یې په هغو ولایتونو کې پراخ عملیات پیل کړي چېرته چې د هغوی ډير تحرکات محسوس وو.

د شفق په نوم د افغان ځواکونو دا ګډ عملیات تعرضي بڼه لري
د شفق په نوم د افغان ځواکونو دا ګډ عملیات تعرضي بڼه لري

د کورنیو چارو زورات ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د شفق په نوم د افغان ځواکونو دا ګډ عملیات تعرضي بڼه لري او له دوه اونیو راهیسې په بدخشان، کونړ، سرپل، فراه، غزني، ننګرهار، هلمند، کونړ او فاریاب ولایتونو کې روان دي.

ښاغلی صدیقي وايي چې د دې عملیاتو په نتیجه کې تراوسه ۱۰۰ وسله وال مخالفین وژل شوي شاوخوا ۱۴ ټپیان شوي او ۱۲ نور نیول شوي دي.

نوموړی وايي تمه کیږي چې په دې ولایتونو کې ډير ژر د وسله والو مخالفینو نفوذ لرونکي کسان له منځه ولاړ شي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"هغه اهداف چې موږ د شفق عملیاتو ته ټاکلي دا دي چې د طالبانو اداري نظام، جذب، پټنځایونه او هغه ځایونه له منځه یوسو چې دوی کولای شي له هغه ځایه په ملکي او حکومتي اهدافو حملې وکړي، دا عملیات به د دوښمن په کلیدي غړو اغېز ولري په تېره بیا په هغو ولسوالیو کې چې دوی دي او موږ ترې خبر یو."

په همدې حال کې ښاغلی صدیقي په غزني، زابل او فراه ولایتونو کې د داعش وسله والې ډلې د پیدا کیدو راپورونه نه تایید او نه هم ردوي خو وايي چې د دوې څیړونکې ډلې په دې اړه پلټنې کوي.

له دې دوه اوونۍ وړاندې د امنیتي ادارو سرپرستانو د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ویلي چې د شفق په نوم عملیات به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځیږي چې ورسره به هغه سیمې د دولت تر واک لاندې راشي چې د وسله والو ډېر تحرکات لري.

ښاغلی صدیقي په غزني، زابل او فراه ولایتونو کې د داعش وسله والې ډلې د پیدا کیدو راپورونه نه تایید او نه هم ردوي
ښاغلی صدیقي په غزني، زابل او فراه ولایتونو کې د داعش وسله والې ډلې د پیدا کیدو راپورونه نه تایید او نه هم ردوي

دا په داسې حال کې ده چې د بېلابېلو ولایتونو اوسیدونکي د مخ پر خرابیدونکي وضعیت څخه اندیښنه لري او داسې وړاندوینې شوي چې افغان حکومت به په روان کال کې د سیاسي ستونزو ترڅنګ له امنیتي پلوه هم په بد وضعیت کې وي.

خو په مجموع کې د امنیتي چارو کارپوهان د حکومت تېرو عملیاتو ته په کتو روان عملیاتو ته د امنیتي ادارو په څير خوشبینه نه ښکاري.

له دې ډلې یې اجمل سایس ازادي راډیو ته وویل:

"لکه د پخوانیو عملیاتو په څير د شفق عملیات به هم ډیرې ګټورې او اغیزمندې پایلې ونه لري دا ځکه چې د امنیتي ارګانونو مدیریت کمزوری دی او همدارنګه د دوی هغه معلومات چې له سیمو یې اخلي کمزوري او ډير وخت دقیق نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفینو تر ډيره د معمول خلاف سږکال په ژمي کې جنګ جاري ساتلای وو او د نوي فصل له پیلیدو سره یې بیا اندیښنې ډیرې کړي دي.

امنیتي ارګانونه هم روان ۱۳۹۵ لمریز کال له ستونزو ډک بولي خو وايي چې دوی وایي چې په وړاندې یې چمتوالی لري او هڅه کوي چې د ځواکونو د تجهیزاتو لپاره له نړېوالې ټولنې لا ډير کومکونه خپل کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG