د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

افغان ځواکونه په پسرلي کې د مخالفینو په وړاندې جګړې ته چمتو دي


افغان امنیتي ځواکونه د پسرلي موسم پرمهال د دولت د مخالف وسله والو د ځپلو په هدف بشپړ چمتوال ښودلې.

په شمال زون کې افغان ځواکونه وايي چې د ژمي پرمهال د طالب وسله والو تحرکات نسبت به هر وخت ته زیات شوي وو او دوی د پسرلي او اوړي په موسم کې د دولت د مخالفو وسله والو د ځپلو او د هغوی د ورانکارو فعالیتونو د مهارولو په مقصد هرډول نظامي چمتوالی لري.

په شمال او شمال ختیځ زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال جنرال رجب علی ارشاد وايي چې همدا اوس مهال د طالب وسله والو د ځپلوپه مقصد د شمال زون په مختلفو ولایتونو کې د ملي اردو له خوا نظامي عملیات دوام لري، خو په دې علت دا عملیات له ځنډ سره مخ کیږي چې وسله وال طالبان له خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

په شمال زون کې د دفاع وزارت د یاد چارواکي په خبره چې مخالفین د افغان پوځیانو سره د جګړې پرمهال له ملکي خلکو څخه ګټه پورته کوي، له دوی څخه د سپرپه توګه کار اخلي او یا هم چې تر فشار لاندې راشي بیا پر ولسي خلکو ډزې کوي.

جنرال رجب وویل:

"دا چې ملکي خلکو ته تلفات وانه وړي، موږ دا عملیات له ځنډ سره مخ کوو، بل هدف مو له دې کاره دا دی چې زموږ ځواکونو ته هم مرګ ژوبله وانه وړي."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو دا چارواکی وايي چې دوی د راتلونکي پسرلي او اوړي موسم لپاره د دولت مخالفو وسله والو په وړاندې هر ډول نظامي چمتوالی لري او د طالبانو د ځپلو په مقصد یې د شفق په نامه پوځي عملیات پلان کړي دي چې د ناامنیو تر تهدید لاندې سیمو کې به پیل شي.

ښاغلي ارشاد وویل چې په راتلونکي پسرلي او اوړي کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې کومې تېروتنې چې په ژمنيو عملیاتو کې کړې شوې وې بیا تکرار نه شي او په دې عملیاتو کې به دښمن ته درنه مرګ ژوبله واړوي.

ښاغلی رجب یې په اړه وايي:

"موږ هرډول چمتوالی لرو ترڅو د شفق عملیات د پسرلي او اوړي په موسم کې تطبیق کړو، په دې عملیاتو کې به دښمن ته درنه مرګ ژوبله واړول شي او هڅه به وکړو چې عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي."

په داسې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو امنیتي چارواکي وايي چې د مخالفینو د ځپلو په مقصد به د پسرلي او اوړي په موسم کې د شفق پوځي عملیات پیل کړي چې همدا اوس هم په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ولسمشرلومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د طالب وسله والو په وړاندې پوځي عملیات دوام لري.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG