د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

په پسرلي کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو د ډېریدو اندېښنې


افغان امنیتي چارواکي که څه هم د کال په پېل کې کورنۍ او بهرنۍ ترهګرې ډلې یو جدي ګواښ بولي خو وايي چې ورسره د مقابلې پوره چمتووالی لري.

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو چارواکي ټینګار کوي چې د مخالفینو د پلانونو د دفاع لپاره یې پراخ پلانونه جوړ کړي دي.

امنیتي چارواکي په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي نیکولاس هایسم په پسرلي کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو د ډېریدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د پسرلي په پیل سره په افغانستان کې د وسله والو مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوي دي.

افغان چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې افغان پوځیان د دغو مخالفینو د ځپلو او د هغوی د حملو د دفاع توان لري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې روانه جګړه د بهرنیو ډلو له خوا پراخیږي او مالي سرچینې یې برابریږي خو د افغانستان دفاعي ځواکونه یې د مخنیوي لپاره پوره چمتووالی لري.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"په افغانستان کې د سیمې په کچه ځیني ترهګریز سازمانونو هڅه کوي چې امنیتي وضعیت خراب کړي خو افغان پوځیان خپل ټول چمتووالی نیولی چې د هغوی پر ضد ودریږي."

له ترورېزم سره د مبارزې په سر د افغان چارواکو د تاکید په دوام ولسمشر یو ځل بیا د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې ترورېزم پوله او مذهب نه پیژني او باید ورسره په ګډه مبارزه وشي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا هم ویلي چې افغانستان له طالبانو حزب اسلامي سره په جګړې سربېره له بهرنیو تروریستانو لکه القاعده، داعش، د منځنۍ اسیا جنګیالي او پاکستاني طالبانو سره مخ دی.

له دې مخکې ۲۰۱۶ کال د افغان پوځیانو لپاره یو ننګونکی کال هم بلل شوی و خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د مخالفینو د دفاع لپاره په پراخو پلانونو کار شوی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په یوه لوی امنیتي پلان کار پيل شوی دی چې په عملي کېدو سره به یې هغه ګواښونه چې په ۱۳۹۴ کال کې موجود و، له منځه یوسي. د دغه پلان له مخې به همدا راز د ډېرو ولایتونو امنیتي وضعیت ښه شي."

افغان چارواکي په داسې حال کې د وسله والو مخالفو ډلو په وړاندې د مبارزې په اړه د چمتووالی خبره کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي نیکولاس هایسم اندېښنه ښودلې چې ممکن ترهګرې ډلې د پسرلي په موسم کې نورې هم فعالې شي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي، بې ثباتي او په سیمه کې د دولتونو ترمنځ د نظر توپیر د تروریستانو د فعالیتونو د زیاتیدو لامل شوی دی.
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي، بې ثباتي او په سیمه کې د دولتونو ترمنځ د نظر توپیر د تروریستانو د فعالیتونو د زیاتیدو لامل شوی دی.

د پوځي چارو کارپوهان هم د مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه اندېښنه ښکاره کوي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي، بې ثباتي او په سیمه کې د دولتونو ترمنځ د نظر توپیر د تروریستانو د فعالیتونو د زیاتیدو لامل شوی دی.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"په دې کې شک نشته چې په افغانستان او د سیمې په ځینو هېوادونو کې د دولتونو د مشرانو تر منځ ژور اختلافونه د دې لامل شوي چې ترهګرې ډلې خپله ګټه په کې ولټوي."

ښاغلی کوهستانی همدا راز د نوېو تروریستي ډلو د رامنځته کېدو په اړه خبر ورکوي او وايي چې له دغو ټولو ډلو سره د مبارزې په خاطر که د سیمې ټول هېوادونه سره یو نه شي د روان کال تر پایه به کړکېچ خپل اوج ته ورسیږي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG