د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د نړیوالو ځواکونو زیاتوالی به د طالبانو د فعالیتونو مخه ډب کړي؟


دوه کاله وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ناټو محارب ماموریت پای ته ورسېد او له دې هېواده څه باندې سل زره نړیوال ځواکونه ووتل، اوس بیا افغانستان ته د نورو په زرګونو سرتېرو د لېږلو بحث تود شوی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ، د مې په ۲۵مه په بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره ولیدل او په پام کې ده چې د جون میاشتې په وروستیو کې د ناټو د دفاع وزیران په بروکسل کې غونډه وکړي.

تراوسه پورې دا نه‎ده روښانه چې افغانستان ته به کله او څه شمېر نور سرتېري واستول شي خو یو شی چې روښانه دی دا دی چې طالبانو د اپریل د میاشتې په وروستیو کې د منصوري په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو له اعلان وروسته د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.

د بېلګې په توګه طالبانو په روانه میاشت کې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو په څو حملو کې لږ تر لږه ۲۵ افغان سرتېري ووژل.

د منصوري عملیاتو له پیلیدو مخکې هم طالبانو په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو په پراخې حملې سره له ۱۳۰ زیات سرتېري وژلي وو.

اساسي پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان ته څو زره نور استول کیدونکي سرتېري به وکولای شي چې د جګړې په روان فصل کې د طالبانو د مخ په زیاتیدونکو حملو مخه ونیسي؟

د امنیتي او پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وایي، افغانستان ته د نورو نړیوالو سرتېرو استول به افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو په وړاندې جګړه کې روحیه ورکړي.

نوموړی دې هېواد ته د لږ تر لږه درې زره نورو امریکایي سرتېرو د استولو ملاتړ کوي او وایي:

د امنیتي او پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی
د امنیتي او پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی

"دا به د راتلونکې لپاره هیلې زیاتې کړي. موږ هیله من یوچې د ټرمپ غوښتنې به د ناټو ټول نړېوال متحدین فعال کړي چې خپل حضور زیات کړي. د افغانستان په خاوره کې د افراطیت په وړاندې پریکنده اقدام وکړی ترڅو لږ تر لږه د افغانستان راتلونکې ته هیله مندي پیدا شي. "

د ښاغلي کوهستاني په وینا طالبان ښايي ونه‎شي کولای چې د ولایتونو مرکزونه ونیسي خوهغوی هڅه کوي چې پر ډېرو لېرې پرتو سیمو خپله ولکه ټینګه کړي.

داسې ښکاري په افغانستان کې د سخت دریځو وسله‎والو د فعالیتونو زیاتوالي د متحدو ایالتونو چارواکي دې ته اړ کړي چې په دې هېواد کې د ګواښونو کچه وارزوي.

په تیره فبرورۍ میاشت کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي و چې د دې هېواد امنیتي وضعیت دریدلی حالت غوره کړی خو جاري وضعیت بیا هم د افغانستان د حکومت په ګټه دی.

جنرال نیکلسن چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته څرګندونې کولې دغه راز په افغانستان کې د سیمه ییزو لوبغاړود نفوذ او له طالبانو سره د هغوی د تماسونو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې وه.

جنرال نیکلسن
جنرال نیکلسن

نیکلسن وايي:

"زه د مشخصو لوبغاړو په ځانګړي توګه د پاکستان، روسیې او ایران هڅو ته چې ځینې یې طالبانو ته په مشروعیت ورکولو، له هغوی پر ملاتړ او د یوه امن لرونکي افغانستان د ایجادولو لپاره د دې هېواد د حکومت د هڅو پرکمزورې کولو څرخي، اندیښمن یم. "

د دې ترڅنګ د امریکا د ملي استخباراتو دفتر په نوي راپور کې چې د مې په ۱۱مه یې خپور کړی هم په افغانستان کې د نا امنیو د احتمالي دوام خبره کړې وه.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د نړیوال ملاتړ د دوام سره سره د دې ډېر احتمال شته چې د افغانستان عمومي وضعیت لاپسې خراب شي.

په دغه راپورکې په پراخه کچه د دولت کمزوري، د حکومت سیاسي کمزورتیا، د امنیتي او دفاعي ځواکونو نیمګړتیاوې، د طالبانو مقاومت او سیمه ییزه مداخله هغه اساسي عوامل بلل شوي چې د وضعیت د ښه کیدو مخه نیسي.

په واشنګټن کې د وودرو ویلسن په تحقیقاتي مرکز کې د سیمه ییزو چارو کارپوه مایکل کوګلمن وایي، افغانستان ته د نورو سرتېرو استول کولای شي چې افغان ځواکونو ته روحیه ورکړي خو په یوازې سر نه‎شي کولای چې د افغانستان جګړه وګټي.

د سیمه ییزو چارو کارپوه مایکل کوګلمن
د سیمه ییزو چارو کارپوه مایکل کوګلمن

نوموړی زیاتوي:

"موږ پوځي انتخاب څو کاله وآزمویه. موږ په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتوالي په کلونو کې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې په دې هېواد کې سل زره ځواکونو درلودل. خو دغې لارې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کښینښود او طالبان یې د خبرو میزته حاضرنکړل. "

ښاغلی کوګلمن وایي چې د ټرمپ ادارې ته پکار ده چې په افغانستان کې روانې ستونزې جدي وڅېړي.

د هغه په وینا له متحدو ایالتونو د دې تمه کېږي چې په دې هېواد کې هرهغه څه چې ورسره د دې امکان زیاتیږي چې طالبان د سولې خبرو ته کښینې، ترسره کړي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکا ۸۴۰۰ سرتېري چې ډېره برخه یې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې، سلاورکولو او ملاتړ هڅې مخ ته وړي، دېره دي.

XS
SM
MD
LG