د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

امریکا تېره میاشت د افغان حکومت پر مخالفینو ۴۶۰ هوايي او راکټي حملې کړي


که تېرو پنځو کلونو ته وکتل شي نو د اپرېل میاشت کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې پر وسله‎والو ډلو تر ټولو ډېر بریدونه کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند وايي:

"دا بریدونه تر ډېره د اسلامي دولت نومې وسله‎والې ډلې یا داعش پر اهدافو شوي دي."

په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو خپل هوايي او راکټي بریدونه زیات کړل او د هغو بریدونو تر دوه چندو هم زیات چې د همدې کال د مارچ په میاشت کې یې کړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې د مارچ په میاشت کې امریکايي ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د حکومت د مخالفو وسله‎والو پر اهدافو ۲۰۳ بمي، راکټي او نور بریدونه کړي. خو د اپرېل په میاشت کې د امریکايي ځواکونو د راکټي او بمي بریدونو شمېر ۴۶۰ ته رسېدلی وو.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دا ډول بریدونه له افغان هوايي ځواک سره په همغږۍ ترسره کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، امریکايي ځواکونه په هغو سیمو کې عملیات کوي چې افغان ځواکونه ورته لاسرسی نه‎لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"امریکايي ځواکونه هېڅ برید د افغان دولت له اجازې او له سلا مشورې پرته نه‎کوي. ځکه ټول اهداف د دفاع وزارت د سوق او ادارې او امنیت شورا څخه اخلي او له موږ سره په همغږۍ بریدونه کوي."

د روېټرز خبري اژانس په یو راپور کې وايي، د تېر کال د اپرېل میاشتې په مقایسه د سږ کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د وسله‎والو پر اهدافو د امریکايي ځواکونو هوايي او راکټي حملې دوه چنده زیاتې شوې دي.

د امریکا پوځ یوه میاشت مخکې د همدې بریدونو په ترڅ کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش وسله‎والې ډلې پر سمڅو د ټولو بمونو د مور په نوم خپل تر ټولو دروند غیر اټمي بم وغورځاوه.

د بمونو مور
د بمونو مور

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، د وسله‎والو په ځپلو کې د امریکايي ځواکونو حملې مؤثرې وبللې.

نوموړي وویل:

"دوی ننګرهار کې په ځانګړي توګه د شینوارو په ولسوالیو کې چې د داعش وسله‎واله ډله په‌کې فعاله ده بریدونه ترسره کړي. همدارنګه په نورستان، کونړ، کندز، بدخشان، سرپل، ارزګان، پکتیکا، غزني او نورو هغو ولایتونو کې امریکايي ځواکونو پر یو لړ اهدافو بریدونه کړي چې موږ ورته رسیدګي نه‌شوه کولای او دوی ورته ځان رسولی دی."

په عین حال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند بېل سالوېن د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ځکه زیاتوالی راغلی څو افغان ځواکونو سره هوايي او نور ملاتړ زیات شي.

ښاغلي سالوېن ویلي، د امریکايي ځواکونو له‎خوا په وروستیو میاشتو کې د هوايي او راکټي بریدونو زیاتوالی دوه مهم علتونه لري:

لومړی دا چې د پسرلي په پیل سره د جګړې فصل شروع شوی.

دوهم دا چې افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې ۲۰۱۷ میلادي کال به په افغانستان کې د داعش وسله‎والې ډلې د نابودۍ کال وي، نو دې هدف ته رسېدل زیاتو عملیاتو او ستراتیژیکو هڅو ته اړتیا لري.

د روان کال په اپرېل میاشت کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې هم ۹۲ بریدونه کړي.

دا شمېر په مارچ میاشت کې ۵۵ بریدونو ته رسېده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷۲ ملکي کسان وژل شوي او ۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG