د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

افغان حکومت: دا ځل د پاکستاني پوځیانو د حملو په وړاندې جدي اقدام کوو


افغان حکومت وايي، دا ځل په خپله خاوره د پاکستاني پوځیانو د حملو په وړاندې جدي عمل کوي او د دغه هېواد د اتباعوو امنیت او خوندیتوب پاکستان سره د اړیکو معیار دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې اړه یې په افغانستان کې د پاکستان له سفیرسره خبرې کړي دي.

خو د نړېوالو اړیکو یو شمېرکارپوهان وايي، اړتیا ده چې افغان حکومت یو ګډ لید لوری او د مسایلو په وړاندې ستراتېژیک تفاهم ولري او خپل امنیتي لومړیتوبونه هم مشخص کړي.

په کابل کې د پاکستان د سفیر تر احضارولو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا ځل پرافغانستان د پاکستاني پوځیانو د حملې په برخه کې جدي دی.

دغه غبرګون ترهغې وروسته وښودل شو چې د سرحدي ځواکونو اته تنه د دوشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو د انداخت له کبله ووژل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د دا شان حملو دوام به د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغیز ولري.

د ښاغلي مستغني په وینا افغانستان د خپلو اتباعو امنیت او خوندیتوب پاکستان سره د خپلو اړیکو د معیارپه توګه اعلان کړی او د ده په وینا پکارده چې د پاکستان دغه حملې چې د نړېوالو اړیکو او ګاونديتوب د اصولو خلاف دي بندې شي:

((د افغانستان اسلامي جمهوریت په دې وروستیوکې پاکستان ته په واضح ډول وویل چې افغان دولت د ملي ګټو په سرکې د دې هېواد د اوسیدونکو د سرامنیت او خوندیتوب پاکستان سره د خپلو اړیکوو د معیارپه توګه اعلان کړی دی.

موږهیله من یو چې دغه ډول حملې فوراً ودرېږي، که نه نو دا شان حملې به د دواړو هېوادونو په اړیکو ښه اغیزونه لري.))

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د پاکستان سفیرد اتو تنو افغان امنیتي ځواکونو د وژلو په مساله کې د اعتراض په دود احضار شوی و.

دغه سرتیري د پاکستان د راکټي حملوپه نتیجه کې د دوشنبې په ورځ د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام په سیمه کې ووژل شول او څو دکانونو اور واخیست او زیانمن شول.

ویل کېږي چې د پاکستاني پوځیانو دغه حملې چې وروسته بیا په یوې نښته بدلې شوې، په مرموز ډول په خپله پوسته کې د یو پاکستاني سرتیري تر مرګ ورسته پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې له شا او خوا پنځو کلونو راپه دیخوا پاکستاني پوځیانو د افغانستان په یو شمېر سرحدي ولایتونو راکتي حملې کړي چې په نتیجه کې یې په لسګونه کسان وژل شويو ټپیان شوي او بې ځایه شوي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې نیت درلود چې خپل پوځي تاسیسات د پکتیکا ولایت په برمل سرحدي ولسوالۍ کې جوړ کړي چې په ترڅ کې د پېښې شوې نښتې له امله یو افغان سرتیری ووژل شو.

دغه هېواد دوه کاله مخکې ورته په ننګرهار ولایت کې هم په ورته یو اقدام لاس پورې کړی و.

د دغه اقداماتو په غبرګون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په څو ځلي د پاکستان سفیر احضار کړی و خو د دغه وزارت د چارواکو په وینا کومه دوامداره نتیجه تر لاسه نشوه.

خو د نړېوالو اړیکو یو شمېرکارپوهان وايي چې د دا شان حملو د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د دولتي مشرانو ترمنځ ګډ لیدلوری او ستراتېژیک تفاهم تر لاسه شي.

د امریکا لپاره د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز ریس او د نړېوالو اړیکو کارپوه روح الله امین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې لومړی باید امنیتي لومړیتوبونه مشخص شي:

((پاکستان خپل ډېرمهم او ستراتېژیک هدفونه تعقیبوي، دلته یواځې ډېپلوماتیک کار ته اړتیا نه ده، تر دې زیات ستراتېژیک لیدلوری او تفاهم دی، د هېواد له امنیتي او سیاسي لومړیتوبونو څه د یو مشخص تعریف کول مهم دي، د هر هېواد بهرنی سیاست د هغه هېواد په لویه کچه د کورني سیاست ښکارندوی دی، کله چې موږ په کورنیو مسایلو کې د نظر یووالی ونه لرو څنګه دا فکر کولای شو چې د بهرنیو مسایلو په وړاندې خپل ځواکونه راټولولی او له مصیبتونو مخنیوی کولای شو.))

یو شمېر نور کارپوهان بیا ټینګارکوي چې افغان حکومت باید پاکستاند حملو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي.

یو شمېر خلک وايي چې تر اوسه له ډیپلوماتیکي لارې دغه موضوع کومه نتیجه نه ده ورکړې او په کار ده چې په دې برخه کې په ملي کچه جدي تصمیم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG