د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

امریکا افغانستان کې د ۲۰۱۷ په لومړیو ۳میاشتو کې ۹۰۰ هوايي حملې کړي


امریکایي پوځیانو په افغانستان کې د هوايي حملو شمېر درې برابره کړی دی.

د امریکایي پوځیانو او د ناټو د قاطع ملاتړ یوه ویاند بېل سلاوین جرمني خبري اژانس ته ویلي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له جنورۍ د اپریل تر پایه امریکايي پوځیانو ۹۰۰ هوايي حملې کړي دي.

د سلاوین په خبره د امریکا پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو عمومي قوماندان ته تېرکال "واک زیات کړ" څو په جون میاشت کې هوايي حملې زیاتې کړي.

د امریکايي پوځیانو ویاند وايي، په ۲۰۱۷میلادي کال کې د داعش او طالب وسله‎والو د اهدافو د له‎منځه وړلو لپاره شوې حملې د تېرکال د جنورۍ، فبرورۍ، مارچ او اپریل له میاشتو درې واره زیاتې دي.

تېرکال په همدې موده کې ۳۰۰ حمله شوې وې.

اخوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بهرنیو ځواکونو حملې اغېزمنې دي او تر هغو یې اړتیا لیدل کېږي چې افغان پوځ په خپلو پښو ودریږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"نړیوال ځواکونه په هوايي برخه کې له موږ سره مرسته کوي. په هغو برخو کې چې کله موږه هدف په خپله زموږ هوايي ځواکونه رسیدګي نه شي ورته کولای دوی ته یې ورکوو. له دوی سره یې تحلیل او تجزیه کوو او بیا دوی پرې حمله کوي. مؤثریت یې هم زیات دی. په دې بریدونو کې ډېر قوماندانان، ډېر سرګروپان او د دښمن ډېرې قوې موضع‎ګانې له‎منځه تللې دي. دې ته اوس اړتیا شته تر هغو چې زموږ هوايي پوځ په خپلو پښو ودرېږي."

امریکايي پوځیانو تر ټولو وروستۍ حمله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر پټن‎ځای وکړه چې د تر ټولو لوی غیر اټمي بم په غورځولو سره یې د چارواکو په خبره د داعش یا اسلامي دولت ډلې نېږدې سل غړي ووژل.

که څه هم د افغان چارواکو په خبره هوايي حملې زیاتې اغېزمنې تمامېږي خو په دغو حملو کې د ملکیانو مرګ‎ژوبله لا هم د پوښتنې وړ ده.

د جرمني خبري اژانس د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما هغه بیان ته اشاره کړې چې په‎کې یې د هوايي حملو په زیاتېدو سخته اندېښنه ښکاره کړې ده.

یوناما دا هم ویلي چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۷ ملکیان وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان دي خو په همدې موده کې تېرکال ۸ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل و.

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، په کلکه په هوايي حملو کې د ملکیانو د مرګژوبلې مخه نیسي.

نوموړی وايي:

"هېڅ نوع دلیل په‎کې نشته چې داسې استدلال څوک وکړي چې که ملکي تلفات رامنځته شي خیر دی. خو دا مخالفین دي چې د خلکو په منځ کې ځای نیسي د خلکو په کورونو کې پټيږي د هغوی نه بریدونه کوي. هلته انتحار کوي. موږ تر اخري حده کوښښ کوو چې هوايي ځواک نه په هغو سیمو کې چې ملکیان په‎کې اوسېږي هلته ترې استفاده ونه کړو."

جنرال وزیري وايي، بهرني پوځیان په خپل سر هېڅکله هوايي حملې نه‎کوي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د راپور له مخې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د هوايي حملو په نتیجه کې د ملکیانو مرګژوبله ورځ تر بلې زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د راپور له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په هوايي حملو کې ۲۵۰ ملکیان وژل شوي و او ۳۴۰ نور هم ژوبل و چې دا رقم د ۲۰۱۵ کال په نسبت بشپړ زیاتوالی په ډاګه کوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG