د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

قاطع ملاتړ مأموریت: ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو ستره بمي حمله بریالۍ وه


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت وايي، د دوی د ارزونو له مخې لومړنۍ پایلې ښيي چې د امريکايي پوځيانو د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ ستره هوايي حمله کې د داعش ډېری مرکزونه له‌منځه تللي نو ځکه ویلی شي چې دا یوه بریالۍ حمله وه.

د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند بېل سالوین وايي چې په‎دې ستر بمي برید سره د داعش هغه مرکز هم له‎منځه تللی چې د سړک غاړې بمونه په‎کې جوړېدل.

نوموړی وايي:

"د ارزونو له مخې د تونلونو جوړښت له‎منځه تللي چې دا یوه مثبته خبره ده او د دغه برید له امله د سړک غاړې بمي حملو کې کمښت راغلی ځکه په همدغه سیمو کې جوړېدل چې اوس هېڅ هم نه‌شته، موږ باور لرو چې د «GBU43» بم استعمال هغه هدف وو چې موږ ترلاسه کړ."

د روان لمریز کال د حمل په ۲۴مه نېټه ماښام مهال امریکايي پوځيانو د ننګرهار په اچین کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر پټن‎ځایونو تر ټولو ستر غیر هستوي بم چې د بمونو د مور په نوم هم یادېږي استعمال کړ چې د دغې ډلې لسګونه غړو ته‌يې مرګ ژوبله واړوله.

د دغه سترې بمي حملې په اړه په کور دننه او بهر او په ځانګړي ډول د سیمې خلکو خپل مثبت او منفي غبرګونونه وښودل خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په داعش ډلې د دې بمې برید تأثیرات خورا زیات دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی څېړنې چې لا هم پای ته نه‎دي رسېدلي ښيي چې په برېد کې د ۱۳ بهرنیو قوماندانانو په ګډون نېږدې ۲۰۰ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وزیري: د اچین په اړه مو لا څېړنې پای ته نه‎دي رسېدلي.
وزیري: د اچین په اړه مو لا څېړنې پای ته نه‎دي رسېدلي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په داعش باندې يې ډېر زیات تأثیر کړی دی، ډېر کسان‌يې وژل شوي ډېر يې ټپیان شوي دي، ستر مرکز يې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی او دوی ترې وتلي یا وژل شوي، ټپيان شوي او یا تښتېدلي دي، د دې تر څنګ د داعش مورال ضعیفه شوی او هغه وسلې او مهمات چې دلته‌يې ساتلي وو هغه ټول زموږ لاس ته راغلل."

ښاغلي وزیري وویل چې د اچین ولسوالۍ په مامند تنګي سیمه کې لا هم د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد د افغان ځانګړو ځواکونو هوايي او ځمکني تصفیوي عملیات روان دي.

هغه وايي چې دوی به په سیمه کې د داعش ډلې د بشپړ له‎منځه وړلو لپاره خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG