د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

دفاع وزارت: پر اچین بمي برید کې د داعش ۱۳ مهم قوماندانان هم وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په اچین کې د داعش ډلې په سمڅو کې د امریکا د تر ټولو درانه بم د کارولو په نتیجه کې د وژل شویو وسله‌والو منځ کې د دې ډلې لږ تر لږه ۱۳ قوماندانان شامل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اچین کې د بم له غورځېدو وروسته هغه جسدونه چې موږ پېژندلي، ۱۳ د داعش مهم قوماندانان په‌کې شامل دي. دوی کې دوه کسان د هندوستان دي، دوه‌یې د تاجکستان دي. څلور تنه‌یې افغانان دي او نور یې د پاکستان دي. دا تثبیت شوې چې دا ۱۳ کسان د داعش ډلې د سر قوماندانان وو."

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د ۱۳ کسانو نومونه وانه‌خیستل.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د ۱۳ کسانو نومونه وانه‌خیستل.

ښاغلي رادمنش د دې ۱۳ کسانو نومونه وانه‌خیستل خو تر دې مخکې د شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې په اچین کې په وروستي بمي برید کې د داعش د وژل شویو غړو په منځ کې د دوی د څلورو قوماندانانو د نومونو یادونه کړې وه.

دفاع وزارت د اچین بمي حمله کې ۹۴ داعشیان وژل شوي

په دې خبرپاڼه کې د ابوبکر، حمزه، شاهد عمر او ولکان اسامه په نومونو کسان یاد شوي وو.

په عین حال کې د حکومت یو بل چارواکي د رسنیو له استازو سره په یوه لیدنه کې پر یادو څلورو نومونو سربېره په اچین کې د داعش د ۱۲ نورو هغو وژل شویو غړو نومونه هم شریک کړي چې د یاد حکومتي چارواکي په وینا د داعش له قوماندانانو څخه وو.

د حکومت دې سرچینې د ممتاز او افسر په نوم د دوو کسانو یادونه کړې چې اصلاً د اورکزیو د اېجنسۍ اوسېدونکي وو.

همدارنګه‌یې زیاته کړې چې په وژل شویو کې د پاکستانۍ ډلې لشکر طیبه پخوانی مشر شاهدالله شاهد او د عمران په نوم یو بل کس چې دا هم د اورکزیو اصلي اوسېدونکی و، هم شامل دي.

د افتاب په نوم د یو پنجابي یادونه هم شوې چې په وژل شویو کې شامل دی.

همدارنګه افغان سرچینو د محمد او الوګیتا په نوم دوه هندوستانیان هم د داعش د وژل شویو مشرانو په ډله کې شمېرلې دي.

د افغان حکومت دې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي د صدیق په نوم د داعش د یو تاجکستاني قوماندان، د نورک په نوم د دې ډلې د یو سیمه‌ییز قوماندان او د حامد او حاجي سعد په نوم دوو کونړیانو یادونه هم کړې چې د داعش د وژل شویو مشرانو په ډله کې شامل دي.

دې سرچینې د یاسر خراساني او سما په نوم د داعش دوه نور قوماندانان هم یاد کړي چې په وینا یې په دې برید کې وژل شوي.

د دې دواړو د اصلي ځای په اړه څه نه‎دي ویل شوي.

امریکايي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله‎والې ډلې پر څو سمڅو یو تر ټولو دروند غیر اټمي بم وغورځاوه.

افغان چارواکو د سې شنبې په ورځ په دې بمي برید کې د داعش ډلې د وژل شویو غړو شمېر ۹۶ تنه وښود چې په وینا یې د ځینو هویت لا هم نه‎دی څرګند.

بل‎خوا د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمدزی وايي، د ولسي جرګې یو پلاوی به ډېر ژر سیمې ته سفر وکړي او هغه سیمه به له نېږدې وګوري چې امریکايي ځواکونو په‌کې تر ټولو دروند بم غورځولی.

د ښاغلي احمدزي په وینا د افغانستان د ولسي جرګې غړي غواړي ډاډمنه کړې چې دې بمي برید کې خو به ولسي خلکو ته زیان نه‌وي رسېدلی او دا هم معلومه کړي چې په دې لوی بم کې خو به داسې کوم ډول کیمیاوي مواد نه‌وي کارول شوي چې د سیمې د خلکو پر روغتیا ناوړه اغېزې وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال نېکلسن ویلي، داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې وښيي دې برید کې دې ملکي خلکو ته زیان رسېدلی وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، امریکايي ځواکونو په اچین کې له دوی سره په هماهنګۍ دا تر ټولو دروند بم غورځولی دی.

XS
SM
MD
LG