د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

مک‎مسټر د افغان امنیتي ځواکونو له څلور کلن پلانه ملاتړ وکړ


د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د امنیتي ځواکونو له څلور کلن پلانه ملاتړ وکړ.

د امریکا جهمور رئیس د ملي امنیت سلاکار "اچ،ار" مک‎مسټر په‎داسې حال‎ کې کابل ته ولاړ چې اچین کې د اسلامي دولت نومي یا داعش پر وسله‎والو د امریکا د پوځ وروستۍ بمي حملې، د افغانستان په برخه کې د امریکا د نوې ادارې د پلانونو په اړه پوښتنې زیاتې کړې دي.

دا د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې تر ټولو لوړ رتبه چارواکی دی چې اچین کې تر حملې وروسته، افغانستان ته سفر کوي.

د امریکا پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ خپل تر ټولو دروند، غیر اټمي بم "GBU-43" چې د "بمونو مور" هم ورته ویل کېږي، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د اسدخېلو سیمه کې استعمال کړ.

سره له‎دې چې یو شمېر پوځي چارواکي وايي چې دا حمله د داعش پر ضد جګړه کې د تکتیکي اړتیا پر اساس شوې، د روېټرز خبري اژانس په حواله ځیني څارونکي داسې اټکل کوي چې ښايي په دفاعي چارو کې د ولسمشر ټرمپ سلاکاران غواړي چې په افغانستان کې د وسله‎والو پر ضد جګړې ته شدت ورکړي.

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پرون یکشنبه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر او یو شمېر نورو چارواکو سره پر دفاع او امنیتي چارو، له ترورېزم سره پر مبارزې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار ویلي، افغانستان کې د ترورېستي ډلو د فعالیت د زیاتېدو له امله په‎دې هېواد کې د امریکا فعال پوځي او سیاسي حضور ته اړتیا لیدل کېږي.

غورځنګ: افغان او امریکايي چارواکو د افغانستان پر څلور کلن امنیتي پلان خبرې وکړې.
غورځنګ: افغان او امریکايي چارواکو د افغانستان پر څلور کلن امنیتي پلان خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ په یوه لنډ وېډیويي پيغام کې چې تېره شپه‌یې له مطبوعاتو سره شریک کړ، د حنیف اتمر او مک‎مسټر د خبرو په اړه وايي:

"په خاص ډول د افغانستان پر څلور کلن امنیتي پلان خبرې وشوې او د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار وویل چې ولسمشر ټرمپ باور لري چې د دې څلور کلن پلان تطبیق به افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځپلو کې مؤثر ثابت شي، هغه همداراز وویل چې له افغانستان سره د متحده ایالاتو مرستې د څلورو یا څو محدود کلونو لپاره نه‎دي بلکې د اوږدې مودې لپاره دي."

په همدې حال ‎کې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني ارګ کې له مک‎مسټر سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ترورېزم یوازې افغانستان نه، بلکې د ټولې نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې ستاینه کړې او د افغانستان جمهور رئيس ته‌یې په بېلابېلو برخو کې د خپل حکومت د همکاریو د دوام وعده ورکړې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني دې لوړ رتبه امریکايي چارواکي ته څرګنده کړې چې د مخدره موادو قاچاق او اداري فساد د افغانستان د امنیت لپاره دوه ستر ګواښونه دي.

ښاغلي غني ویلي چې ترورېزم د افغانستان او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی او که له‎منځه ولاړ نه‎شي، راتلونکي نسلونه به‌یې هم قرباني شي.

افغانستان کې اوس‎مهال نېږدې نهه زره امریکايي عسکر پراته دي چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د ترورېزم او داعش پر ضد مبارزه کې مرسته کوي او د امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرامونه چلوي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار به د هند او پاکستان له چارواکو سره هم پر مهمو مسئلو د خبرو لپاره وګوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG