د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د ننګرهار ولسونو پر داعشیانو د وروستۍ درنې بمبارۍ هرکلی کړی


د ننګرهار ولسونه د داعش وسله‎والو پر مرکزونو د وروستیو درنو بمباریو هرکلی کوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي، د پنجشنبې ماښام شاوخوا اووه بجې د بمونو مور به نوم تر ټولو قوي ترین بم د اچین ولسوالۍ د اسدخېلو سیمه کې د داعش ځواکونو پر مرکز استعمال شوی دی.

د دې ولسوالۍ خلک وايي، د دغې بمبارۍ اواز دومره زورور وو چې ټوله ولسوالۍ يې ولړزوله.

یو څو تنو په سیمه کې ازادي راډيو ته وويل:

"خيالي: دا بم ډېر زورور وو، ځمکې او کورونه يې ټول ولړزول، بس یو دم درز شو نور موږ پوه نه‎شو خو غږ يې سخت زورور وو.

-اکبرجان: بېګاه چې د کوم بم چاودنه وشوه هلته یو سمڅه وه، هلته د دوی مرکزونه وو خو کله چې دا بم والوت ډېر قوي غږ وو، موږ خپله حیران شو چې دا څه وشو او هلته یوازې همدا داعش دي زموږ کورونه نشته هلته کورونه هم د دوی دی، فامیلونه هم د هغوی دي زموږ د عامو خلکو نه کورونه شته او نه مو مالونه شته."

د همدې بمبارۍ په تړاو د اچین ولسوالۍ قومي مشرانو او د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر غړو هم خبري ناسته درلوده.

دوی دې خبري ناسته کې په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر ضد وروستي هوايي بریدونه وستایل او له مرکزي چارواکو يې وغوښتل چې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي:

"ملک عثمان: کوم ځای کې چې دا بم استعمال شو هلته ټول داعش دي خلک ولې ورباندې سترګې پټوي، هلته ټول کورونه وران شوي، داعش چې راغی ټول کورونه يې سوري- سوري کړي وو، پوستې یې په کې جوړې کړې وې.

-ذبیح الله زمری: له نیکه مرغه چې دې بم کې یوازې داعش وژل شوي نور هېچاته زیان نه‎دی اوښتی خو یوه خبره مهمه ده زموږ د وطن دښمنان او د پاکستان استخبارات دا اوازه خپروي چې دا ازمايښتي بم و، دا نه ازمایښت و نه نمایشي و، موږ د دغسې عملياتو ملاتړ کوو او غوښتنه کوو چې نور هم دوام ورکړي."

بل‎خوا د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د پنجشنبې ورځې په ماښام د دې قوي بم د استعمال په پایله کې درې سمڅې ویجاړې شوې چې په خبره يې دوی ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شاوخوا ۸۲ تنه داعش وسله وال په کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

نوموړی وايي:

"د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د مومند درې سیمه کې بهرنیو ځواکونو د افغان دولت سره په همغږۍ د داعش ځواکونو په مهم مرکز ځانګړی قوي بمبار وشو چې په کې درې سمڅې ویجاړې شوې په یوه سمڅه کې ۲۲ وسله‎وال وژل شوي او په دویمه سمڅه کې ۶۰ وسله‎وال وژل شوي او په درېیمه کې زموږ لا هم څېړنې روانې دي ممکن د تلفات شمېر نور هم لوړ شي چې وروسته به يې رسنیو سره شریک کړو."

د خپرو شویو راپورونو له مخې په غيرې اټمي بمونو کې دا تر ټولو قوي ترین او لومړنی بم دی چې د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو سیمه کې د داعش پر مرکزونو استعمال شو.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې بهرنیو ځواکونو دا بم د افغان چارواکو سره په همغږۍ استعمال کړی او هدف يې ورڅخه د داعش د لویو مرکزونو ویجاړول وو.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG