د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

نذیر احمدزی: د داعش ځپلو لپاره د اچین حمله مناسب اقدام و


د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا د غیر اټمي بم استعمال عکس.
د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا د غیر اټمي بم استعمال عکس.

د افغانستان ملي شورا وايي، د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر پناه-ځايونو د تر ټولو لوى غير اټمي بم کارونه، د دې ډلې د ځپلو لپاره مناسب اقدام و.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري هيئتونه وايي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش ګواښونو ته پام سره، د دې ډلې پر پناه ځايونو د تر ټولو لوى غيراټمي بم کارونه يو مناسب اقدام و.

د ولسي جرګې دويم مرستيال نذير احمدزي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په دې حمله کې د داعش ډلې هغه مرکز په نښه شو چې د کابل پر سردار محمد داود خان پوځي روغتون او نورو سيمو د حملو پلانونه په کې طرحه شوي وو:

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

​"افغانستان زموږ هېواد دى، زموږ ګل نه ورباندې لورېږي بيا دومره لوى بم؛ دولت مجبوره شو چې د مخالفانو په مورد کې دغسې اقدام وکړو، دا به ټولو وطنوالو ته هم معلومه وي، دا هغه مرکزونه وو چې له هغه ځاى څخه د سردار محمد داود خان پر روغتون او دهمزنګ حمله په کې طرحه شوې وه، په ولايتونو کې نورې پېښې کېدلې؛ دلته د تروريستانو يوه ډله جوړه شوې وه؛ ګاونډيو هېوادونو هم ويل چې زموږ اتباع هلته ځاى پر ځاى شوي دي، دا حمله دښمن ته دا پيغام ورکوي چې نور په افغانستان کې ورته ځاى نه شته ځکه پخوا موږ خپله قربانۍ ورکړې وې، اوس مجبوره يو له ستراتيژيکو دوستانو نه په دې مورد کې همکاري وغواړو، هغوى هم مکلف دي چې د بهرنيو اتباعو په وړاندې زموږ سره همکاري وکړوي."

د ولسي جرګې دويم مرستيال وايي، دا حمله وسله والو طالبانو ته هم خبردارى و چې د سولې له پروسې سره ملګري شي.

امريکايي پوځيانو د پنجشنبې په ماښام په اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر پناه ځايونو تر ټولو غټ غيراټمي بم وغورځاوه.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د جمعې په ورځ په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، دا د يوه مناسب هدف لپاره مناسبه وسله وه.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې نايب منشي محمد فيصل سمیع دغه حمله په هېواد کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره مناسب اقدام وباله:

​"څرنګه چې داعش ډلې خصوصاً د افغانستان په ختيځو ولايتونو او بيا د ننګرهار په اچين او نورو ولسواليو کې افغانانو ته جدي ګواښ او اندېښنې ولاړې کړې وې، په اچين ولسوالۍ کې د امريکا متحدو ايالتونو دا بمي حمله يو ګټور ګام او دولت ضد ډلو ته يو خبردارى ګڼو."

افغان چارواکي وايي دا حمله له افغان حکومت سره په همږغۍ ترسره شوې ده.

د ننګرهار چارواکو ويلي چې د دې زورور بم له کبله په اچين ولسوالۍ کې چې له اوږدې مودې د داعش د فعاليت مرکز ګڼل کېده، د دې ډلې پناه-ځايونه له منځه وړل شوي او د دې ډلې تر اتيا زيات جنګيالي وژل شوي دي.

د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي چې په وژل شويو کې د داعش يو وتلى قوماندان صديقيار هم شامل دى.

داعش ډلې په يوه اعلاميه کې چې په دوى پورې تړلي خبري اژانس اعماق خپره کړې، ويلي چې په اچين ولسوالۍ کې په وروستۍ حمله کې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

XS
SM
MD
LG