د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د کورنیو چارو وزیر: د وسله‌والو ډېر پوځي تمرکز پر سرپل او فاریاب دی


د کورنیو چارو وزارت د هېواد په شمال لوېدیځو ولایتونو کې د نا امنیو له زیاتوالي اندېښنه ښيي او وايي چې ترورېستانو خپل ټول نظامي تمرکز سرپل او فاریاب ولایتونو ته ځانکړی کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد نن چهارشنبه په بلخ ولایت کې د یو شمېر قومي مشرانو او د دې ولایت له امنیتي چارواکو سره د خبرو پر مهال وویل چې د سرپل او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د مختلفو ترورېستي ډلو له حضور نه شکایت کوي او غواړي سیمې یې امنې شي.

هغه وویل چې تېر کال طالبانو هڅه کوله تر څو د هېواد پر مختلفو ولایتونو تسلط پیدا کړي، خو د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله‌یې پلانونه شنډ شول.

د کورنیو چارو وزیر وايي، وسله‌وال طالبان او یو شمېر نورې نړېوالې او کورنۍ ترورېستي ډلې پر فاریاب او سرپل ډېر نظامي تمرکز لري او له دې ځایه په نورو شمالي سیمو کې نا امنۍ ته لمن وهي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سرپل او فاریاب ولایتونه د هغه موقعیت له امله چې لري یې ورته تهدید متوجې دی او د ترورېستي ډلو شمېر هم مخ په زیاتېدو او جغرافیوي موقعیت‌یې ډېر پېچلی دی، دا سیمه د هغوی د اکمال مسیر هم دی، له هلمند څخه غور، بادغیس، پساوند او فاریاب ته اکمالات رالېږل کېږي، نو له امله‌یې د ترورېستانو تمرکز یادو ولایتونو ته زیات دی."

همداراز د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي هم نن چهارشنبه بلخ ولایت ته د شمال زون د امنیتي څېړنې او د ځانګړو عملیاتو د پلان لپاره تللی دی.

حبیبي وايي، وسله‌وال طالبان سره له دې چې په تېر کال کې له ناکامۍ سره مخ شول او د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا ورته درنه مرګ ژوبله واړول شوه، خو په ۱۳۹۶ کال کې هڅه کوي خپل فعالیتونو ته زور ورکړي و نا امني رامنځته کړي.

عبدالله حبیبي.
عبدالله حبیبي.

هغه وویل چې ۱۳۹۶ کال به د افغان پوځیانو لپاره د ستونزو او ننګونو ډک کال وي.

ښاغلی حبیبي زیاتوي:

"هغه څه چې تېر کال کې دښمن پلان کړي و، الحمدالله اهداف‌یې شنډ شول د هغوی عزم او اراده ماته شوه، خو په ۱۳۹۶ کال کې به دوی فعالیتونو ته زور ورکوي او دا به اسانه کال نوي، خدای دې وکړي زما پېش بیني ناسمه او غلطه وي، خو ۱۳۹۶ کال به له لویو ننګونو سره مل وي."

سره له دې چې د ملي دفاع وزارت ۱۳۹۶ کال له ننګونو او ستونزو ډګ کال ګني او جګړې ته د افغان پوځیانو د چتمووالي غوښتنه کوي، خو د کورنیو چارو وزیر وايي دې کال کې د امریکا متحده ایالات افغانستان کې له ترورېزم سره مبارزې ته او د افغان امنیتي سرتېرو څخه ملاتړ ته ژمن دی.

تاج محمد جاهد وايي چې امریکايي ځواکونه د افغان امنیتي چارواکو سره په همغږۍ هڅه کوي تر څو له پرمختللو تجهیزاتو څخه په استفادې د دولت دښمنان چې هره سیمه کې وي له‌منځه یوسي.

تاج محمد جاهد.
تاج محمد جاهد.

جاهد زیاته کړه:

"د امریکا نوی دولت تاسو هم اورېدلې چې له ترورېزم سره په مبارزه او له افغان سرتېرو څخه ملاتړ ته ژمن دی او دا هېواد حاضر دی چې امنیتي ځواکونو سره هر ډول مرسته وکړي او تجهیزات ورته په اختیار کې ورکړي، دوی اوس یو ۴ کلن پلان جوړ کړی چې په‌کې د کورنیو چارو او دفاع وزارت هم شامل دی او اساسي هدف‌یې د ځواکونو مرسته او د ځانګړو قوتو تجهیز دی."

په داسې حال کې افغان امنیتي چارواکي له خپلو ځواکونو سره د امریکايي قوتونو د مرستې له زیاتوالي خبر ورکوي چې څو ورځې دمخه هم د امریکا هوايي ځواکونو د افغان امنیتي چارواکو په همغږۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تر ټولو غټ غیر هستوي بم د داعشیانو پر پټن‌ځایونو ګزار کړ.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG