د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

بدخشان کې د داعش ډلې احتمالي راپیدا کېدو په اړه اندېښنې


د بدخشان دولتي مسؤلین وايي، امکان لري د هوا په ګرمېدو سره سوریه کې ماتې خوړلي داعشیان د پاکستان له لارې دغه ولایت ته راشي.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې د بدخشان او د پاکستان د چترال تر منځ سرحد وتړي.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د سوريې او عراق د داعش ډلې د راپیدا کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ سرپرست محمد نبي بیان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ هغه لارې چې دا ولایت يې له پاکستان سره لري تر اوسه هم خلاصي دي او دا اندېښې موجودي دي چې د هوا په ګرمېدو سره به د داعش ډلې په ګډون نورې بهرنۍ ترورستي ډلې بدخشان ته راواوړي.

نوموړي زیاته کړ:

"قوي احتمال شته چې په روان کال کې هغه داعشیان چې په نورو هېوادونو کې يې ماتې خوړلي او یو شمېر نورې هغه ډلې چې په پاکستان کې روزل شوي راواوړي،تېر کال هم بدخشان ته راوښتې وې او سږ کال هم اطلاعات موجود دي، لویه ستونزه داده چې د پاکستان او بدخشان تر منځ چې کوم سرحد دی او په سرحدي پولیسو پورې اړه لری تر اوسه یې په تړلو نه دي بریالي شوي."

د بدخشان ولایتي شورا هم په دې اړه جدي اندېښې لري.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په سوریه او عراق کې ماته خوړلي داعشیان چې پاکستان ته تښتېدلي، دې ولایت ته د راتلو په هڅه کې دي.

د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالله ناجي.
د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالله ناجي.

"راپورونه موجود دي چې په عراق او سوریه کې د داعش او القاعده ماته خوړلي قوتونه پاکستان ته تللي او اوس لږ، لږ د توپخانې کوتل له لارې بدخشان ته داخلېږي."

د داعش موجودیت د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې لا له وړاندې تائيد شوی خو په وروستیو کې یو شمېر سرچینو تائيد کړه چې دا ډله د افغانستان په شمال په ځانګړي ډول سرپل کې هم راپیدا شوې ده.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډه سرحدي پوله لري.

دا ولایت له څو کلونو راپه دېخوا د دولت د مخالفو وسله والو د حضور شاهد دی، له دې وړاندې په دغه ولایت کې په کمه اندازه د داعش ډلې شتون تائيد شوی دی.

د بدخشان والي مني چې دغه ولایت کې دوه ولسوالۍ یمګان او وردوج په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په واک کې دي،د دې ترڅنګ د جرم ولسوالۍ یو شمېر سیمې هم د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دي.

په داسې حال کې چې امنیتي مسؤلینو په وار ـ وار په دغه ولایت کې د عملیاتو د پیل کېدو خبر ورکړی خو د دې خبرونو خلاف له تېرې یوې میاشتې راهیسې په بدخشان کې د امنیې او د ملي اردو د لوا قوماندانان حضور نه لري.

د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد په دغه ولایت کې د دوو مهمو امنیتي مسؤلینو نه شتون د امنیت لپاره لویه ننګونه وبلله.

د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد.
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد.

نوموړي زیاته کړ:

"دا د بدخشان د سیمه اییز حکومت لپاره ننګونه او د اندېښنې وړ ده چې دوه تنه لوړ رتبه امنیتي مسولین اوس هم نشته، زما غوښتنه له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو څخه داده چې باید د امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو د لوا برخلیک معلوم کړي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بدخشان د امنیه قوماندان غلام سخي غفوري او د ملي اردو دلوا د قوماندان نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل په بدخشان کې د لوا د قوماندان نه شتون دا معنی نه لري چې هغه ولایت کې ملي اردو بې سرپرسته ده.

د هغه په خبره په دغه ولایت کې د ملي اردو لوا په هر حالت کې د داعش په ګډون د دولت د ټولو وسله والو مخالفینو پرضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG