د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

پاکستان د داعش مخنیوي لپاره د مسکو غونډه ګټوره بللې


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره اوونۍ د روسیې په کوربه توب په مسکو کې د افغانستان پر حالاتو د جوړ شوي کانفرنس غړیو په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر خورېدو اندېښنه ښودلې ده.

د یاد وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال ویلي چې د دغه کنفرانس یوولسو غړيو هېوادونو د افغانستان پر حالاتو، د داعش ډلې پر فعالیتونو او پر ګاونډيو هېوادونو یې د اغېز په اړه خبرې کړې دي.

په مسکو کې د افغانستان پر وضعیت د پاکستان، روسیې، هندوستان او نورو هېوادونو غونډه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې ډیورند کرښې ته څېرمه په لرې پرتې سیمې اچین او ځینو نورو سیمو کې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونه ډېر شوي دي.

دغه ډلې په دغو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو پر بریدونو سربېره پر ملکي کسانو هم بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي او همداشان یې د خلافت غږ په نامه خپله راډيو هم جوړه کړې چې دغې وسله والې ډلې ته تبلیغات کوي.

د ننګرهار اچین کې داعش وسله وال.
د ننګرهار اچین کې داعش وسله وال.

د پاکستان د بهرنیو چار د وزارت ویاند همدغو ټکو ته په اشاره، په افغانستان کې د دغې وسله والې ډلې مخ پر زیاتیدونکی اثر یوه لویه مسئله وبلله او په خبره یې چې دا دا ډله نه یوازې د پاکستان،بلکې د نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره هم خطر لري.

نوموړی په مسکو کې ددغه کنفرانس په دې اړه وايي:

​"دا نقاط زما په خیال د مسکو د مذاکراتو مرکز وو او بیا یقیناً هغې به په دې هم خبرې کړې وې چې څنګه ددې ډول صورتحال مخه ونیسو، خو هغه څه چې دې غونډې نه راوتل هغه په ګډه د داعش په اړه اندېښنه وه، زما په خیال په دې لړ کې ګډ تفاهم دا وو چې څنګه په دې قابو وموندل شي او څنګه له دې نقطې مخ په وړاندې ولاړ شو.​"

ښاغلي زکریا یو ځلې بیا ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د داعش وسله والې ډلې منظمه موجودګي نشته.

د مسکو په غونډه کې ګډونکوونکو هېوادونو کې افغانستان، پاکستان، هند، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه شامل و چې د افغانستان پر روان وضعیت یې بحث کړی دی.

له بلې خوا بیا د سیمه ییزو چارو ځینې ځارونکي مسکو غونډې ته په اشاره وايي چې داعش وسله واله ډله اوسمهال یوه نړېواله مسئله ګرځېدلې او ټینګار کوي چې ددغه ډلې د ګواښ د مخنیوي لپاره دې سیمه ییز او نړېوال ګډه مبارزه وکړي.

د سیاسي او سیمه ییزو چارو کارپوه شمیم شاهد په دې اړه د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د داعش ډلې د ګواښ مخنیوی د یو هېواد کار نه دی، بلکې د نړۍ هېوادونه دې په ګډه مخنیوي وکړي او همداشان یې ددغې ډلې ګواښ د مخنیوي لپاره د پاکستان او افغانستان پر ښو اړیکو ټینګار کړی:

​"دا د یو ملک کار نه دی چې دا ختم کړی، نه یې پاکستان په یوازې ختمولی شي او نه یې افغانسان په یوازې توګه ختمولی شي، له بده مرغه مسئله دا ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دېوالونه ورځ تر ورځ دنګېږي او چې کله دا دېوالونه دنګېږي، نو ددې ټولو نه غټه فایده چې کومه که هغه داعش دی، که هغه طالبان دي، که هغه القاده ده، که نور ترهګر دي هغوی ته رسېږي، د هغوی پلویانو ته رسېږي.​"

په مسکو کې دغه غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو څو ورځې وړاندې د ننګرهار په اچین کې د داعش وسله والې ډلې پر مرکز د تر ټولو غټ بم «د بمونو مور» غورځولی چې افغان چارواکي پکې د داعش وسله والې د ۱۳ مهمو قوماندانانو په ګډون پکې د ۹۶ داعشیانو د وژلو خبر ورکوي.

د ننګرهار اچین کې پر داعش د امریکا غورځول شوي بم عکس.
د ننګرهار اچین کې پر داعش د امریکا غورځول شوي بم عکس.

​د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي چې په اچین او شااوخوا سیمو کې لا هم د داعش وسله والې ډلې پر ضد د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG