د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ميل: د اچین بمي حمله کې د داعش ګواښ له منځه وړل شوی


د ننګرهار په اچین کې امریکايي ځواکونو یوه اوونۍ مخکې تر ټولو دروند بم وغورځاوه، خو په لوېدیځو رسنیو کې لا هم ددې بم د اغیزو او پرې د روانو بحثونو په اړه تازه لیکنې خپرېږي.

میل ورځپاڼې ویلي، سیمه ییزو قومي مشرانو په اچین کې د امریکايي ځواکونو له خوا د درانه بم غورځول ستایلي او وايي له دې برید سره په سیمه کې د داعش پخې مورچلې له منځه تللي او خلکو ته یې ګواښ پای ته رسېدلی دی.

میل ورځپاڼه په دې اړه په خپله لیکنه کې وايي چې امریکايي ځواکونه د افغان ځواکونو سره یو ځای لا هم هغه سیمې ته نېږدې د داعش د وسله والو خلاف په جګړه بوخت دي چېرې چې دا دروند بم غورځول شوی دی.

ورځپاڼه د ځايي خلکو او افغان چارواکو په حواله وايي چې په دې بمي برید کې ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتی او په کې د داعش د وژل شویو وسله والو شمېر۹۶ تنه ښودل شوی دی.

میل ورځپاڼه وايي، سره د دې چې د سیمې قومي مشرانو د داعش پر سمڅو د دې درانه بم د غورځولو هرکلی کړی، خو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ځینو سیاستوالو بیا په سیمه کې د دومره لوی بم غورځول غندلي دي.

فارین پالیسي:

د فارین پالیسۍ خپرونې هم په همدې اړه یوه لیکنه کړې او وايي افغان مشران غواړي چې امریکا د داعش پر ضد روانه جګړه کې له لا زیات ځواک څخه کار واخلي.

فارین پالیسي د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي ذبیح الله زمري له خولې وايي «پر داعش چې کوم لوی بم غورځول شوی یو بریالی برید و.» زمری وايي دوی پرې خوښ دي ځکه چې په کې ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتي او یوازې یې د داعش سمڅې ویجاړې کړي.

په راپور کې د ولایتي شورا ددې غړي له خولې وړاندې ویل شوي چې د شینوارو د ولسوالیو او کوټ قومي مشرانو ورسره اړیکې نیولي او د داعش پر ضد یې پر دې جدي اقدام خوشالي ښکاره کړې ځکه چې دا ډله په سیمه کې خلکو ته لوی ګواښ دی.

فارین پالیسي خپرونه همدارنګه د بټي کوټ د ولسوالۍ د یو ملا امام مولوي سبحان الله سلیم له خولې وايي د داعش وسله وال له دې سیمې بېخي په شا کړی شوي.

نوموړي ویلي چې مقتدیان یې ددې ډلې پر ضد د روانو عملیاتو هرکلی کوي او په نتیجو یې خوشاله دي.

ورځپاڼه په واشینګټن کې د بحران د نړیوالې ډلې د یو څیړونکي تیمور شاران هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي، په اچین کې د ټولو بمونو د مور په نوم ددې درانه بم له غورځولو د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ادارې هدف د خپل ځواک ښودل دي.

خو فارین پالیسي زیاتوي چې د ننګرهار د ولایتي شورا استازي ذبیح الله زمري له دې سره موافق دی چې امریکا په دې لوی بم غورځولو خپل ځواک وښوده او په همدې خوښ دی.

خپرونه د ښاغلي زمري له خولې وايي«امریکا غواړي چې د روسیې او پاکستان په څېر هېوادونو ته خپل ځواک وښيي، څو روسانو ته خبرداری ورکړي چې نور دې د طالبانو ملاتړ نه کوي او پاکستان ته ووايي چې نور ترهګر دې نه تولیدوي.»

XS
SM
MD
LG