د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

فقيري: د ننګرهار کوټ او اچین کې امنیتي بېزونه جوړېږي


افغان امنيتي چارواکي وايي، په کوټ او اچین ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات لا هم روان دي او هغه سیمې چې له داعش وسله‌والو پاکې شوي هلته د امنيتي بېزونو پر جوړېدو کار پيل شوی دی.

په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن شيرین اقا فقيري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل هغه سیمې چې په یادو ولسوالیو کې له وسله‌والو پاکې شوي په کوټ کې امنيتي بېز جوړ شوی او په اچين پرې کار روان دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ګډ امنيتي بېز اوس لپاره په کوټ کې جوړ شوی او قطعات هم په کې ځای پر ځای شوي او په اچین ولسوالۍ کې د امنیتي بېز کار پيل شوی او په ډېر لنډ وخت کې به افغان ګډ ځواکونه له تجهيزاتو سره په‌کې ځای پر ځای شي."

افغان ملي اردو.
افغان ملي اردو.

نوموړی وايي، د دوی عملیات لا هم روان دي او هغه نورې سیمې چې له وسله‌والو پاکې شي هلته به هم امنيتي بېزونه جوړ شي.

بل‌خوا د کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک برات ستانه‌دار وايي، په روانو عملیاتو کې د دې ولسوالۍ یوه برخه له داعشيانو پاکه شوې او دوه برخې داعشيانو سره دي.

نوموړی وايي، که امنيتي بېزونه د سپين غره په لمن کې پاس جوړ شي نو ټوله ولسوالۍ ترې امن کېدای شي.

ښاغلی ستانه‌دار زیاتوي:

"کوټ ولسوالۍ ته خو دوه بېزونه منظور شوي دي چې دوی ورته د جنجالي غونډۍ او کړپې په سر ځایونه ورته انتخاب شوي وو چې هغه موږ رد کړل ځکه اوس یوه برخه امن شوې او دوه برخې د داعش سره دي، زموږ غوښتنه ترې دا ده چې پاس غرنۍ سيمې اوس هم ناامنه دي، که هغه له وسله‌والو پاکې شي او بېزونه هلته جوړ شي دا ټوله ولسوالۍ ورنه امن کېدای شي او د وسله‌والو د تګ راتګ لاره هم بندېږي."

د اچین ولسوالۍ قومي مشر ملک عثمان هم ورته نظر لري او په خبره‌يې د ولسوالۍ په لاندې ارامو سیمو کې امنيتي بېزونه هېڅ ګټه نه‌لري.

نوموړی وايي، که امنيتي ځواکونه د ولسونو سره په همکارۍ او همغږۍ امنيتي بېزونه جوړ کړي نو پایله به‌يې مثبته وي.

ملک عثمان زیاتوي:

"موږ ته دولتي خلکو تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو که په لته بند، اسدخېلو، باندر او د نازیانو بر سر کې امنيتي بېزونه جوړ کړي نو قوم به امن شي که له دې پرته لاندې کوزې ساحه کې بېزونه جوړ کړي بیا به د پخوا په شان په غرنيو سیمو کې به یوه ډله راځي او بله به ځي بیا ولس هم ورسره همکاري نه‌شي کولای."

د ننګرهار د امنيتي چارواکو په خبره د تېرې پنجشنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو قوي بم استعمال وروسته د داعش وسله‌والو مقاومت کمزوری شوی او په خبره‌يې د يادو ولسوالیو مهمې سیمې له وسله‌والو پاکې شوي او تر هغه به دې عملیاتو ته دوام ورکوي چې داعش وسله‌وال په بشپړه توګه وځپي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG