د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

دفاع وزارت، بروکسل کنفرانس کې د خپلو وړاندیزونو د منل کېدو تمه لري


د ناټو د غړو هېوادونو د ناستې په درشل کې د افغانستان دفاع وزارت هیله لري هغه وړاندیزونه چې دې ناستې ته‌يې استولي د پاملرنې وړ وګرځي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید تجهیز شي تر څو په خپلواک ډول ترورېزم وځپي.

د ښاغلي وزیري په خبره د هوايي ځواکونو پیاوړي کول، د رادار سیسټم فعالول، د توپچي برخې تقویه کول، انجنیري کشف او استخبارات د حکومت له عمده غوښتنو څخه دي.

وزیري: افغان امنیتي ځواکونه باید تجهیز شي څو په خپلواک ډول ترورېزم وځپي.
وزیري: افغان امنیتي ځواکونه باید تجهیز شي څو په خپلواک ډول ترورېزم وځپي.

نوموړی وايي:

"زموږ هیله د ناټو د غړو، امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دا ده چې زیاته مرسته وکړي او هغه برخې چې تر دې دمه فعالې نه‎دي فعالې شي څو جنګ پای ته ورسېږي."

د ناټو د غړو هېوادونو ناسته د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې پیل شوه او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دغې ناسته کې د ګډون په هدف بروکسل ته رسېدلی دی.

د دې یو ورځنۍ ناستې په اجنډا کې افغانستان شامل نه‎دی خو یو شمېر راپورونه وايي چې ګډون کوونکي به د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د موضوع په برخه کې افغانستان هم یاد کړي.

سره له دې چې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په دې ناسته کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دا چې د افغانستان مسئله په بحث کې نه‎ده شامله، افغان حکومت به هم په دې ناسته کې ګډون ونه‎کړي.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال جېمز اپاتورای په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او پیاوړتیا په هدف به هڅې روانې وي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د امریکا متحده ایالات به په دې ناسته کې افغانستان ته د خپلو نورو عسکرو د استولو په اړه هم پرېکړه وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ یو وار بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ناټو مأموریت بدلون ونه‌مومي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د پوځیانو د شمېر د زیاتولو هدف د افغان ځانګړو عملیاتي ځواکونو او د دې هېواد د هوايي ځواک روزنه او پیاوړتیا ده.

دا مهال په افغانستان کې ۱۳۵۰۰ بهرني سرتېري مېشت دي چې له دې شمېرې څخه ۸۴۰۰یې امریکايي سرتېري دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رئیس هاشم الکوزی وايي چې د بهرنیو سرتېرو د زیاتولو پر ځای د افغان ځواکونو تجهیز او پیاوړي کول غوره دی.

د ښاغلي الکوزي په خبره د بهرنیو ځواکونو په ډېرېدو سره د افغانستان جنګ لاپسې اوږدېږي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رئیس هاشم الکوزی
د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رئیس هاشم الکوزی

دی وايي:

"نو د دې لپاره موږ دا وایو چې د افغانستان وسله‎وال پوځ دې پیاوړی شي او د سولې په پروسه باندې دې کار وشي، جنګ د حل لاره نه‎ده او نه‎دي افغانستان یو وار بیا د جنګ مرکز وګرځي."

ښاغلی الکوزی ټینګار کوي چې افغان ځواکونه د جګړې توانايي او مورال لري خو د تجهیزاتو کموالی د امنیتي وضعیت د خرابېدو او حتی د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو لامل شوی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG