د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

افغانستان ته د اضافي بهرنیو سرتېرو لېږل به څومره طالبان مات کړي؟


تمه ده د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مې میاشتې په ۲۵مه په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د تازه دمه زرګونه بهرنیو سرتیرو د لیږلو بحثونه هم روان دي.

له دې سره سره وسله والو طالبانو خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی دی.

اصلي پوښتنه دلته ده چې افغانستان ته د زرګونه اضافي بهرنیو سرتېرو لېږل به څومره طالبان مات کړي؟

دا او دې ورته پوښتنې مصطفی صدیقي په افغانستان کې د ناټو سازمان د لوړپوړي ملکي استازي کورنلیوس سیمرمن سره ځانګړې مرکه کړې چې صفي الله ستانکزي پښتو ته ژباړلې ده:

افغانستان کې د ناټو سازمان لوړپوړی ملکي استازی کورنلیوس سیمرمن
افغانستان کې د ناټو سازمان لوړپوړی ملکي استازی کورنلیوس سیمرمن

پوښتنه: ښاغلی سفیر سیمرمن اوس وخت افغانستان ولې ناټو ته مهم دی؟

سفیر سیمرمن: ناټو له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې وه او زموږ ژمنه هم د دغه هېواد په اړه غښتلې ده. تېرکال په وارسا غونډه کې موږ په درېیو ټکو موافقې ته ورسېدلو.

لومړی: د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او بنسټونو د مشورې، روزنې او مرستې لپاره له ۲۰۱۶ کال وروسته زموږ د غوڅ ملاتړ د ماموریت دوام.

دوهم: په ۲۰۲۰ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل دوام.

درېیم: له افغانستان سره زموږ د سیاسي او عملي همکاریو پياوړي کول.

نو په همدې اساس په افغانستان کې د ناټو اوږدمهاله ژمنې هم د دغه هېواد د امنیت او هم زموږد خپل امنیت لپاره مهمې دي.

دا به یقیني کړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم امن پټنځای نه ګرځي او یو با ثباته هېواد به شي.

پوښتنه: امریکا متحده ایالتونه او د ناټو متحدان اوس وخت افغانستان ته د زرګونه اضافي سرتیرو په لیږلو بحثونه کوي.ایا تاسو د پوځیانو د شمېر په اړه پوهیږئ او تمه ده څه وخت افغانستان ته ولیږل شي؟

سفیر سیمرمن: هو، د غوڅ ملاتړ ماموریت د راتلونکي له هغې ډلې د سرتیرو د شمېر په اړه د ناټو د غړیو او متحدانو تر منځ بحثونه روان دي.

زه تمه لرم چې په راتلونکو اوونیو کې ځینې پرمختګونه وشي. خو اجازه راکړئ چې تاسو ته ډاډ درکړم په دې ټکي ټینګار مهم دی چې موږ به خپل جنګي ماموریت ته لکه چې ایساف و بیا نه ګرځو. لکه څنګه چې ولسمشر اشرف غني د ناټو په کنفرانس کې د ویډیويي پیغام له لارې وویل، دا د اصلاحاتو په لور د افغانستان له حرکت د ملاتړ په برخه کې مهم دی.

ډېره مهمه ده چې دا ماموریت په سمه توګه تمویل شي څو وکولای شو له افغان امنیتي ځواکونو سره د مشورې، روزنې او مرستې کار په ښه ډول مخته بوځو.

په خاصه توګه د افغان ځانګړیو ځواکونو روزنه او له هغوی سره مرسته ډېره مهمه ده څو هغوی وکولای شي د افغانستان د ثبات لپاره په اغېزمنه توګه ګام پورته کړي او له ترهګرو سره مبارزه وکړي.

دا د افغان حکومت د لارې له نقشې سره ډېره ورته ده. خو اجازه راکړئ چې تاسو ډاډ درکړم د ورځې په پای کې یواځې او یواځې سیاسي حل لار کولای شي په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښیږدي.

پوښتنه: خو ښاغلی سفیر لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ طالبانو په افغانستان کې د منصوري پسرلنیو عملیاتو په پیل سره خپل فعالیتونه زیات کړي دي.فکر کوئ افغانستان ته د زرګونه اضافي بهرنیو سرتیرو لیږل به په روان جنګي فصل کې د طالبانو فعالیتونه مات کړای شي؟

سفیر سیمرمن: په افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونکی دی او موږ لېرې نه بولو چې جنګ لا پسې سخت شي. خو افغان پوځیانو ښودلې چې په پوره عزم او مېړانې سره له خپلو خلکو دفاع کوي.

هغوی د افغانستان د خاورې ډېره برخه په کنټرول کې لري او د دوه پر درې برخې افغانانو امنیت نیسي.

تېرکال افغان پوځیانو د ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره د وسله‎والو طالبانو له اتو لویو هڅو مخه ونیوله. هغوی همدا راز دې کار ته دوام ورکوي چې طالبان خپلو اعلان شویو هدفونو ته ونه رسېږي.

د بېلګې په توګه تېره اوونۍ افغان پوځیانو په شمال کې د قلعه زال ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیوله.

اجازه راکړئ چې زیاته کړم د غوڅ ملاتړ ماموریت به لا پسې هڅې زیاتې کړي چې افغان پوځیان د خپل هېواد د با ثباته کولو لپاره مثبت اغېز ولري.

پوښتنه: تېر کال د ترهګرو پایلو ډېره نتیجه ورنه کړله خو څه فکر کوئ سږ کال دوی کولای شي چې د افغانستان ځینې برخې ونیسي یا نیولې سیمې خوندي کړي؟

سفیر سیمرمن: ښه، پوهیږئ چې فکر او ګمان زما کار نه دی. زه غواړم د حقایقو پر بنسټ خبرې وکړم او څه چې مونږ تېر کال ولیدل دا و چې دغو پوځیانو د لویو ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره د طالبانو اته عمده هڅې شنډې کړې. نو په دې اساس یې لویو هدفونو ته د طالبانو له رسېدو مخنیوی کړی دی.

پوښتنه: تاسو پوهیږئ چې امریکايي جنرالانو په افغانستان کې له طالبانو د روسیې د ملاتړ په اړه انديښنه ښودلې وه، ایا تاسو له طالبانو سره د مسکو د اړیکې په تړاو څه شواهد لرئ؟ د بېلګې په توګه روزنه، د هیلوکوپترو تګ راتګ او یا هم وسلې ورکول؟

سفیر سیمرمن: زه نه شم کولای د استخباراتي مسایلو په اړه څه ووایم. خو اجازه راکړئ چې ووایم زه ټول سیمه ییز لوبغاړي دې ته هڅوم چې رغنده رول ولوبوي.

په دې اساس باید ټول بهرني لوبغاړي د افغانستان ملي وحدت له حکومت سره مرسته وکړي او هغه کمزوری نه کړي.

دا امر کولای شي په افغانستان کې د ثبات د راوړلو، په سیمه کې له تروریزم سره د مبارزې او د دغه حکومت د ملاتړ لپاره تر ټولو ښه کار وي.

زه باوري یم چې مونږ باید د سیمې ټول هېوادونه وپوهوو چې د افغانستان امن او سوکالي د هغوی په ګټه ده او د سیمې د سوکالۍ لپاره باید دا هېوادونه مرسته وکړي.

زه باوري یم چې دا به د کابل کنفرانس اصلي پیغام هم وي چې تمه ده د جون په شپږمه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا جوړ شي.

پوښتنه: د سولې د هڅو په باب فکر کوئ چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کولای شي وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینوي؟

سفیر سیمرمن: له ټولو مخکې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت سولې ته د رسېدو ستاینه کوم. په دې برخه کې د شوي تړون د بشپړ تطبیق په برخه کې د افغان حکومت له کارونو هرکلی کوم.

دا په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوړلو لپاره د حکومت د ژمنو مثبته بېلګه ده.

زه باوري یم چې له حزب‎اسلامي سره سوله کولای شي نورې وسله‎والې ډلې هم په راتلونکي کې خبرو ته چمتو کړي. خو دواړه لوري افغان حکومت او حزب اسلامي باید شوی تړون مراعات کړي او که چیرته دا تړون په بریالۍ توګه پلی شي کولای شي وسله وال طالبان او نورې ډلې د سولې خبرو ته وهڅوي. خلاصه دا چې غواړم ووایم ناټو د افغانانو په مشري او مالکیت د سولې او ملي روغې جوړې له یوې پروسې ملاتړ کوي.

هغه پروسه چې په نتیجه کې یې وسله والې ډلې له تاوتریخوالي لاس په سر شي، له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو حقوقو ته درناوی وکړي.

پوښتنه: د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو ته ستاسو پیغام څه دی؟

سفیر سیمرمن: ښه، تېر کال په وارسا کې د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو او متحدانو په غونډه کې له افغانستان سره د ملاتړ په دوام کلکې ژمنې وشوې.

افغان حکومت هم اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ راوړلو ته مهمې ژمنې وکړې.

زه د اړینو اصلاحاتو او سیاسي یووالي د پیاوړتیا لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له هڅو هرکلی کوم.

ځینې پرمختګونه شوي. د افغان ولسمشر له دې خبرې سره چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره د فساد پای ته رسول مهم دي همنظره یم.

افغان چارواکو په دې برخه کې ځینې مهم پرمختګونه کړي دي. له فساد سره د مبارزې عدلي مرکز چې تېر کال نومبر میاشت کې جوړ شو څو مهمې قضیې وسپړلې.

خو شک نشته چې باید زیات کارونه پیل او ترسره شي. زه د افغانستان ملي وحدت حکومت د دغه تحرک د دوام لپاره هڅوم.

زه په دې برخه کې افغان مشران دې ته هم هڅوم چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چې له ډېر وخت ځنډیدلي دي هڅې چټکې کړي.

افغانان باید په دولتي بنسټونو اتکا زیاته کړي.

افغان امنیتي ځواکونه باید په بشپړه توګه د امنیت په نیولو او د خپلو پوځي وړتیاوو په لوړولو متمرکزه پاتې شي.

دا ټولې خبرې دغه هېواد کې ثبات ته د رسېدو لارې دي.

پوښتنه: د افغانستان په اړه ستاسو نظر څه دی مثلاً پنځه کاله راتلونکي څنګه ارزوئ؟ یو با ثباته، سوکاله او متحد افغانستان که برعکس یې؟

سفیر سیمرمن: تاسو باید پوه شئ چې زه له افغانستانه پخوانۍ تجربه لرم. زه له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کاله پورې په مزارشریف کې د جرمني جنرال کونسل وم.

له شک پرته دلیل یې شته چې بېرته دغه هېواد ته راغلی یم. له دې ښایسته هېواده د خپلې پخوانۍ تجربې په اساس په دغه هېواد کې د وحشت او ترور له خبرونو ور هاخوا هم نور شیان شته.

په شمال کې له زیات سفرونو وروسته دا راته ښکاره شوه چې خلک سخت خو عادي ژوند لري.

خلک کلک او غښتلي دي او ورځ تر بلې ځان او ماشومانو ته د ښې او سوله ییزې راتلونکې په خاطر هڅه کوي.

ډېر یې له موږ سره ګډ ارزښتونه لري. هغوی مسؤلیتونه په غاړه اخلي او د بدلون د راوستلو لپاره خطرونه په ځان تېروي. هغوی زموږ د دوامداره مرستو اړتیا او وړتیا لري ځکه چې په پای کې د افغانستان راتلونکې د خلکو په لاس ده.

موږ دلته د خپلو افغان ملګرو او همکارانو د مرستې لپاره یو څو هغوی په خپلو چارو کې بریالي شي.

دا مرکه د لاندې لنک په کېکاږلو اورېدلای هم شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG