د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

ارګ: د ناټو سرمشریزه کې افغان چارواکي ګډون نه‌کوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ناټو سرمشریزې ته که څه هم افغان حکومت بلل شوی و، خو د ځينو دلایلو له مخې په‎کې ګډون نه‎کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان د بحث نه‌شاملېدل، له جمهور رئیس غني سره د ناټو د سرمنشي او سفیرانو وروستي وېډيویي کنفرانس باندې اکتفا کول او د کابل غونډې ته چمتووالی هغه عمده دلایل دي چې ارګ په دې غونډه کې د نه‌ګډون لپاره وړاندې کړي دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د همدې دلایلو له امله افغان حکومت دا لازمه نه‌ګڼي چې د ناټو غړو هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب ازاد
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب ازاد

ښاغلي ازاد وویل:

"هو افغان حکومت ته د ګډون بلنه ورکړل شوې خو دغې غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستانه کوم پلاوی نه‌ځي، ځکه چې افغانستان هلته د بحث وړ موضوع نه‎ده او حکومت لازمه نه‌ګڼي چې دې غونډه کې یې پلاوی ګډون وکړي."

ټاکل شوې چې د ناټو سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د مې میاشتې په ۲۵مه نېټه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې جوړه شي.

لوېدیځو رسنیو لیکلي چې په دې غونډه کې د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ هم ګډون کوي او د افغانستان د جګړې تر څنګ پر بېلابېلو مسایلو خبرې لري.

دا په داسې حال کې ده چې دا وخت افغانستان ته د څو زره تازه دمه بهرنیو عسکرو په لېږلو غور کېږي.

د واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر له قوله لیکلي چې ښايي ډونالد ټرمپ به له دغه سفر وروسته د افغانستان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

له دې سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي دا اټکل کوي چې د ناټو له‎خوا د افغان حکومت ځينو غوښتنو ته سم ځواب نه‌ویل، ممکن د دې سبب شوی وي چې افغان حکومت دې په دې غونډه کې له ګډونه په شا شي.

د دې جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون یوه غړي جعفر مهدوي ازادي راډيو ته وویل، له دې سره په دې غونډه کې د افغان چارواکو ګډون یا نه‌ګډون د ناټو په پرېکړو څه اغېز نه‌شي لرلای.

نوموړی وايي:

"دوی ښايي د حکومت ځينې هیلې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ د نشتوالي له کبله نه‌وي منلې، نړیوالې ټولنې او ناټو افغان حکومت ته خپل پیغام رسولای او افغان حکومت په خپل غبرګون سره غواړي دې کنفرانس کې ګډون ونه‎کړي خو دا مسئله د ناټو په پرېکړو هېڅ اغېز نه‌لري."

خو د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په هغه صورت کې چې افغانستان دغې غونډې ته بلل شوی وي د ډيپلوماتيک رسم له مخې باید استازو یې په‎کې ګډون کړی وی.

د دې کارپوهانو له ډلې څخه نجیب محمود ازادي راډيو ته وویل، افغانستان باید د ناټو په غونډه کې د امنیتي اندېښنو او د نړیوالې ټولنې په مرستو خبرې کړې وی.

دی وايي:

"د دې زیات امکان شته چې د افغانستان موضوع هلته یاده شي، په هغه صورت کې چې که افغان پلاوي ته وخت ورکول کېږي باید د مرستو غوښتنه‌یې کړې وی، که هلته‌یې استازی وی لږ تر لږه د امنیتي وضعیت په اړه‌یې نړیوالې ټولنې ته یو تصویر ورکولای شو او افغان دولت باید په شخصي او ګونګو مسایلو دا غونډه پرې نه‌ږدي."

ښاغلی محمود وايي، که افغان حکومت د ناټو په سرمشریزه کې د نه‌ګډون نور دلایل هم لري باید له خلکو سره‌یې شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د ناټو له سرمنشي او سفیرانو سره په وېډیويي کنفرانس کې د ناټو او افغانستان امنیتي تړون د دوستۍ بنسټ بللی دی.

ښاغلي غني ویلي چې دا تړون د افغانستان او ناټو هر اړخیزې او دوامدراه ګټې تأمینوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG