د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

ناټو: افغانستان ته دې د سرتېرو استولو پرځای افغان ځواکونه پیاوړي شي


د ناټو عمومي منشي وايي چې ناټو په اوږدمهال کې د افغانستان د جګړې ډګر ته د زیات شمېر سرتېرو د استولو پر ځای د افغان ځواکونو پیاوړي کول په پام کې لري.

د افغانستان جګړه د نورو مسایلو ترڅنګ د ناټو د غړو هېوادونو د هغې سرمشریزې مهمه موضوع ده چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ګډون یوه اوونۍ وروسته په بروکسل کې جوړېږي.

ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د شورا د دفاعي برخې له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګول د افغان ځواکونو دنده ده او ناټو د هغو د مرستندوی ونډه ترسره کوي.

ینس سټولټنبرګ.
ینس سټولټنبرګ.

نوموړي زیاته کړه:

"ټینګ باور لرم چې په اوږدمهال کې موږ ته غوره داده چې د لویو محاربوي عملیاتو لپاره د ناټو زیات شمېر سرتېري ونه لېږو بلکې د مبارزې لپاره افغان ځواکونه پیاوړي کړو څو په خپل هېواد کې ثبات تینګ کړي او له ترورېزم پرضد جګړه وکړي، دا هغه کار دی چې موږ یې اوس مهال په افغانستان کې کوو."

ولسمشر اشرف غني په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل چې د افغانستان د امنیت لپاره د درېیو او پنځو زرو ترمنځ نړیوال پوځیان کافي دي.

دا د اضافي سرتېرو هماغه اټکلي شمېره ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د سپینې ماڼۍ په بحثونو کې یې یادونه کېږي.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی د افغان ځواکونو پر وړتیا د ډاډ څرګندولو ترڅنګ وايي، افغان ځواکونه د ترورېزم پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او ناټو یې د پیاوړي کولو ژمنه کړې نو اوس باید پر خپله ژمنه عمل وکړي.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې ښاغلي کټوازي زیاته کړه:

"تاسو وینئ چې داعش دلته اډې جوړې کړي، د ګاونډیو هېوادونو تروریستي ډلې په افغانستان کې دي او جګړه کوي، افغانستان د نړیوال ترورېزم په وړاندې ولاړ دی نو نه یوازې امریکا بلکې ټول نړیوال مسؤلیت لري چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره هرراز مرستې وکړي."

افغان ځواکونو په وروستیو څو میاشتو کې چې وسله والو طالبانو خپلو خونړیو حملو ته زور ورکړی خورا زیات تلفات ورکړي، خو په عین حال کې یې خپل دښمن ته هم سخت ځاني زیانونه اړولي.

د ناټو عمومي منشي د مسلکي وړتیا له پلوه د افغان ځواکونو ستاینه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې ناټو به د هغو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي:

"دا امکان نشته چې ناټو به په افغانستان کې محاربوي عملیات بیا پیل کړي، موږ به د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ او هغو ته د سلامشورو کار ته دوام ورکړو، د دوی توان او مسلکي وړتیا ثابت شوي دي او دوی د خپل هېواد د امنیت مسؤلیت لادمخه اخیستی چې دا هم د افغانانو او هم د ناټو لپاره ښه خبره ده، موږ به د روزنې، مرستې، سلامشورو او همداراز مالي ملاتړ په وسیله له دوی سره مرستو ته دوام ورکړو."

د ناټو د عمومي منشي له وینا یوه ورځ مخکې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وویل، د ناټو د غړو هېوادونو مشران د افغانستان د جګړې پر وضعیت خبر دي او غواړي چې د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر راکم کړي.

ډنفورډ زیاته کړه، ناټو غواړي افغان ځواکونه دومره پیاوړي کړي چې له طالبانو سره په مقایسه کې لوی امتیاز ولري.

XS
SM
MD
LG