د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

کابل کې د امریکا سفیر د افغان پوځ د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ


د ملي دفاع وزارت وايي چې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو د پیاوړي کولو برخه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې دا ژمنې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هوګو لورېنس "Hugo Llorens" د افغانستان له لوی درستیز جنرال محمد شريف یفتلي سره په پرونۍ کتنه کې وکړې.

کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هوګو لورېنس
کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هوګو لورېنس

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"لوی درستیز د هېواد د امنيتي وضعیت په اړه د امریکا سفیر ته معلومات ورکړل او سفیر په مقابل کې ټینګار وکړ چې هغه ژمنې چې متحده ایالاتو د افغانستان د وسله‎وال پوځ د پیاوړتیا او تقویې لپاره کړې دي هغه به عملي کوي او مرستې به کوي."

د افغانستان د هوايي او هوايي مدافعې ځواک پیاوړي کول هغه مرسته ده چې افغانستان تېرو ۱۵ کلونو کې له امریکا څخه غوښتې ده خو د ملي دفاع وزارت ویاند ښاغلي وزیري د پوځ هغه نور صنفونه هم یاد کړل چې افغانستان له امریکا او خپلو نړیوالو متحدانو څخه د هغو پیاوړي کول غواړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"له ټولو مخکې زموږ هوايي او د هوايي مدافعې ځواکونه دي چې باید په هغه ډول چې ضرور دي جوړ شي. په دوهمه درجه زموږ د کومانډو یا د ځانګړو عملیاتو قطعات دي. موږ یوه فرقه لرو او غواړو چې قول اردو شي او زموږ درېیمه اړتیا د سرحدي قواوو او د عامه نظم د قواوو ده. سرحدي ځواکونه له کورنیو چارو وزارت څخه دفاع وزارت ته راځي څو د هېواد له سرحداتو څخه په ښه توګه دفاع وکولای شي."

په کابل کې د امریکا سفیر د افغان ځواکونو د ملاتړ د دوام ډاډ په داسې حال کې ورکوي چې پنټاګون د افغانستان د ستراتیژۍ طرح سپینه ماڼۍ ته سپارلې او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره په دې اړه څېړنې بشپړې کړي.

ویل کېږي چې د افغان ځواکونو پیاوړي کول او افغانستان ته د څو زره اضافي سرتېرو استول د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمې برخې دي.

XS
SM
MD
LG