د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

اسټرالیا افغانستان ته د اضافي سرتېرو په اړه د ناټو پر غوښتنه غور کوي


د اسټرالیا صدراعظم وايي چې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په برخه کې د ناټو د غوښتنې په اړه غور کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډټرمپ هم د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د پراخولو او افغانستان ته د څو زره اضافي سرتېرو د استولو په اړه غور پیل کړی.

ناټو، د اسټرالیا صدراعظم مالکم ټرنبل Malcolm Turnbull ته خپله غوښتنه تیره میاشت هغه مهال وسپارله چې نوموړي کابل ته سفر وکړ. ښاغلي ټرنبل نن په سیډني ښار کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال د ناټو د غوښتنې پرجزئیاتو خبرې ونه‎کړې خو یادونه یې وکړه چې هېواد یې دې وړاندیز ته چمتو دی:

د اسټرالیا صدراعظم مالکم ټرنبل
د اسټرالیا صدراعظم مالکم ټرنبل

"موږ قطعاً چمتو یو چې په افغانستان کې خپل کار زیات کړو. موږ طبعاً په نورو سیمو او هېوادونو کې زموږ د دفاع وزارت ژمنو ته هم باید کتنه وکړو. خو ډېره مهمه ده چې موږ او متحدان مو په افغانستان کې خپلې هڅې جاري وساتو او په ګډه د افغان ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو هڅو ته دوام ورکړو څو وکولای شي خپل هېواد د تروریستانو- هم د داعش ډلې او هم د طالبانو له ګواښه وساتي."​

اوس مهال شاوخوا درې سوه اسټرالیايي سرتېري په افغانستان کې دېره دي چې د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورو په برخو کې کار کوي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر پرون د سنا په غونډه کې وویل، که په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د غړو هېوادونو د سرتېرو په شمېر کې نسبي زیاتوالی رانه‎شي نو د دې هېواد امنیتي وضعیت ښايي تردې هم خراب شي.

لویدیځ چارواکي وايي، افغان ځواکونه چې د ناټو متحدانو روزلي او په تېرو ۱۶ کلونو کې د وسله‎والو طالبانو، القاعده شبکې او داعش ډلې پر ضد جګړه کوي، د افغانستان پر قلمرو هر اړخېز کنټرول نه‎لري.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په تېره فبروري میاشت کې د سنا استماعیه غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد په روانه جګړه کې د پرمختګ لپاره زرګونه نورو سرتېرو ته اړتیا شته.

رویټرز خبري آژانس د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې راپور ورکړ چې د ولسمشرټرمپ اداره د افغانستان د سټراټیژۍ په اړه د غور په حال کې ده او افغانستان ته د درې زرو- او پنځه زره ترمنځ د اضافي سرتېرو پر استولو بحث کېږي.

په افغانستان کې دا مهال د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د نژدې اووه زره امریکايي سرتېرو په ګډون ټول څه کم ۱۳ نیم زره پوځیان دېره دي چې افغان ځواکونه روزي او سلامشورې ورکوي.

د امریکا پوځ همدا راز د ترورېزم پرضد د مبارزې د عملیاتو لپاره شاوخوا یونیم زر سرتېري لري چې اصلي هدف یې د داعش ډلې او د القاعده شبکې د پاتې شونو ځپل دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په روانه اوونۍ کې وویل چې ناټو د اضافي سرتېرو د زیاتولو په اړه غور کوي خو په عین حال کې جرمني افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو احتمال رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG