د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

افغانستان ته د امریکايي ځواکونو استولو په اړه د واشنګټن پوسټ څېړنه


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د دې موضوع په اړه ليکلي چې افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو خبرې کېږي او دې موضوع ته افغانانو او څېړونکو بېلابېل عکس العملونه څرګند کړي دي.

د ډونالد ټرمپ اداره په افغانستان کې خپله ستراتیژي ارزوي او ويل کېږي چې افغانستان ته به له درو څخه تر پنځو زرو اضافي سرتېري ولېږي.

په دې حال کې واشنګټن پوسټ د ډېری افغانانو او څېړونکو په اړه ليکلي چې پر يوه خبره موافق دي او هغه دا چې پرته له يوې سياسي پالیسۍ چې د کابل کمزوری حکومت پياوړی کړي چې د دې حکومت مشران پخپلو کې سره جوړ شي او پر هغو ګاونډيو هېوادونو فشار راوړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو زيات شمېر په هيڅ صورت نشي کولای د افغانستان سرحدي ستونزې حل کړي او سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.

ورځپاڼه د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د رئیس صديق صديقي له خولې ليکي چې تر ټولو لوی تهديد طالبان دي او هغوی باید تر فشار لاندي شي چې افغان حکومت يوازي دا کار نشي کولای.

خو د واشنګټن پوسټ په وينا، طالب جنګياليو خپل فعاليت په دې تشه پوري نه دی تړلی چې په افغانستان کې بهرني سرتېري کم دي بلکې د حکومت پر کمزوري، اداري فساد، کورنیو اختلافاتو او رقابتونو پوري تړلی چې له کبله يې حکومت نشي کولای د خلکو خدمت وکړي يا اصلاحات رامنځته کړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو زیاتوالی په هغه صورت کې اغېزمن ثابتېدلای شي چې امریکا په افغانستان کې يو نوی سياست غوره کړي چې د طالبانو مخه ونیسي خو دا کار یوازي په نظامي پياوړتيا ممکن نه دی.

د امريکا د استخباراتي ادارې سي ای اې پخواني افسر بروس ریدل چې اوس د بروکينګز په انسټيټوټ کې کار کوي، ويلي، د اداري فساد پر وړاندي په مبارزه او نورو برخو کې د افغانستان د غیر فعال او وېشل شوي حکومت نور ګامونه ډېر مهم دي.

اکاناميست:

اکاناميست مجلې هم لیکلي چې تر هغه وخته چې د پاکستان حکومت طالبان خپله ستراتيژيکه پياوړتيا ګڼي او هغوی ته پناه ځايونه او مالي مرستې ورکوي، طالبان به هېڅ کله د مذاکراتو مېز ته نه کېني.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له پاکستان څخه د همکارۍ په بدل کې د رشوت سیاست غوره کړی وو، د امریکا نوی حکومت بايد يو بېل اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG