د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

کابل چاپ ځینو ورځپاڼو د نورو امریکايي ځواکونو لېږلو په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د رااستولو په تړاو مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې سر مقاله لیکونکی لیکي، وروسته تر هغې چې امریکا افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو ویلي اوس د ناټو یو شمېر غړي هېوادونه هم افغانستان ته د نورو ځواکونه پر استولو غور کوي.

په سرمقاله کې راغلي چې یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي، په افغانستان کې جګړه د طالبانو په ګټه ده نو ځکه د دوی په وړاندې عملیات باید پراخ او موثریت یې زیات شي.

خو دوی دا هم ویلي چې د ځواکونو استول دغه هېواد ته د مشوره ورکونې په برخه کې دي او امریکايي ځواکونه به مخامخ په جګړه کې ګډون ونه کړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د دغو کسانو د را استولو لګښت ډېر زیات دی ځکه د ده په وینا چې پنتاګون په خپل یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د هر امریکايي سرتېري لګښت د کال یو میلیون ډالره دی، نو که دغه هېواد ته پنځه زره تازه دمي ځواکونه رالېږل کېږي کلنی لګښت یې پنځه میلیارډه ډالرو ته رسېږي.

په سرمقاله کې راغلي که امریکا او د ناټو یو شمېر نور غړي هېوادونه غواړي په جګړه کې د ترهګرو په وړاندې بر لاسي شي ښه به دا وي چې د نورو ځواکونو د رالېږلو پر ځای افغان ځواکونه تجهیز او پرمختللې وسلې د دوی په واک کې ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور افغان ځواکونه پخواني په کور ناست افغان جنرالان هم روزلی شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د امریکا د سنا جرګې د دفاعي خدماتو کمېسیون افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د استولو ملاتړ کړی او ویلي چې د دغو ځواکونو ماموریت باید ښې پایلې ولري.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د امریکا پوځ او استخباراتو موافقه کړې چې د افغانستان په جګړه کې باید بې تفاوته پاتې نشي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، افغانستان ته د نور ځواکونو د رالېږلو هدف دا دی چې د داعش او القاعدې د ځپلو تر څنګ باید پر طالبانو هم فشار زیات شي څو د سولې خبرو ته کښیني.

په سرمقاله کې افغانستان ته په بیلابیلو پوځي او امنیتي برخو کې د تازه دمو امریکايي سرتېرو د مشورې ورکونې هرکلی شوی ویلي شوي چې دا به د جګړې د جغرافیې د لا پراختیا مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG