د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

دفاع وزارت: د افغان اردو تر په پښو درېدو د ناټو او امریکا مرستو ته اړ یو


د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر کومه چې د هېواد اردو په پښو نه‌وي درېدلې، د ناټو په ځانګړي توګه د امریکا مرستو ته اړتیا ده.

وروسته له هغې چې په دې اړه راپورونه خپاره شول چې امریکا هڅه کوي د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې خپل جنګي لګښتونه زیات کړي، د افغانستان دفاع وزارت دا مسئله له ترورېزم سره په مبارزه کې د بریا په هدف جدي اړتیا بولي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به افغان ملي اردو په خپل پښو ودرېږي او افغان امنیتي ځواکونه د ترورېزم د له‎منځه وړلو په هدف د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

رادمنش: تر۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به افغان ملي اردو په خپل پښو ودرېږي.
رادمنش: تر۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به افغان ملي اردو په خپل پښو ودرېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"اړتیا لیدل کېږي چې دوی «ناټو او امریکا» تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې افغان ملي اردو په پښو ودروي، وسایل، وسایط او هوایي ټکنالوژي موږ ته راکړي او افغان ځواکونه په دې برخه کې زده‎کړې وکړي او مشورې ترلاسه کړي او دا چې امریکا له موږ سره مرسته کوي موږ یې هرکلی کوو."

دا په داسې حال کې ده چې فارن پالېسي په یوه وروستي راپور کې ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به بروکسل ته په خپل سفر کې د ناټو پر متحدینو فشار راوړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات او د افغانستان په جګړه پانګونه زیاته کړي.

ورځپاڼې لیکلي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال اېچ. ار. مک‎مسټر د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې بروکسل ته د ولسمشر ټرمپ د راتلونکي سفر د اجنډا د تشرېح کولو پر مهال وویل، امریکا او ناټو باید په افغانستان کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره متحد واوسي.

له دې وړاندې امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې په احتمالي ډول د افغانستان لپاره د امریکا د نوې پالېسۍ په طرحه کې به دغه هېواد له درې تر پنځو زرو تازه دمي سرتېري افغانستان ته ولېږي.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ مأموریت له ۱۳ زرو زیات بهرني سرتېري افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او دغه‌شان د ښوونې او روزنې په چارو بوخت دي چې اته زره څلور سوه‌یې امریکایان دي.

بل‎خوا د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي، که څه هم افغانستان ته د زیاتو ناټو او امریکايي سرتېرو استول د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره غوره انتخاب دی، خو د دوی په خبره په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان په جګړه کې پانګونه ګټوره ده.

د دغو کارپوهانو له ډلې غرزي خواخوږي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تېر کال د افغان ځواکونو د تجهیز برخه کې د افغان حکومت وړاندیزونه په بشپړ ډول نه‎دي منل شوي، خو اوس هم دا ډول پرېکړې هیله بخښونکي دي.

افغان کارپوه غرزی خواخوږی
افغان کارپوه غرزی خواخوږی

دی وايي:

"د ښاغلي ټرمپ غوښتنې یوازې د هغه نه‎دي، بلکې له متحدانو او ناټو څخه‌یې دا غوښتنې دي چې د امریکايي سرتېرو له زیاتوالي سره په څنګ کې خپل سرتېري زیات کړي او له دې سره په خوا کې د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره ښه اکمالات ولري چې دا د افغانستان په ګټه ده او موږ ورته خوشبین یو."

دغه‌شان د پوځي چارو بل کارپوه جاوید کوهستانی وايي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د ناټو د نورو سرتېرو استولو ته اړتیا ده.

ده ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د جګړې په اړه له ناټو څخه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د غوښتنې منل د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یو ښه زیری دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG