د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

مټېس: د افغانستان لپاره د نوي پوځي پلان سپارښتنې نهایي کوم


د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټېس د چهارشنبې په ورځ وویل چې دی د افغانستان لپاره د نوي پوځي پلان سپارښتنې نهایي کوي خو تر اوسه په دې برخه کې د ناټو د متحدینو ونډې ته اړتیا لري.

تمه ده چې پنټاګون به افغانستان ته د په زرګونو نورو سرتېرو د استولو غوښتنه وکړي چې په دې هېواد کې د مخ په زیاتیدونکو ناآمنیو مخه ونیسي او د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې جګړه کې دریدلی حالت له منځه یوسي.

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټیس
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټیس

هر وړاندیز چې کېږي نهایي پریکړه به ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوي.

مټېس وویل، موږ په دې کارکوو او وروستۍ پریکړې ته تر رسېدو پورې به په څرګنده او غلې له خپلو متحدینو سره هم دا مسئله څېړو.

هغه دا څرګندونې د ناروې له دفاع وزیرې این ماري ایریکسن سوریډ "Ine Marie Eriksen Soreide" سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وکړې.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې سمه پریکړه وشي نه په بیړه.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې پنټاګون افغانستان ته د درې زره تر پنځه زره نورو سرتېرو په لېږلو غور کوي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي سرتېري دېره دي چې په دې هېواد کې د ناټو د نورو غړیو له دېره پنځو زرو سرتېره سره افغان ځواکونو ته د روزنې سلا مشورې ورکولو او ملاتړ هڅې مخ ته وړي.

د ناروې دفاع وزیره این ماري ایریکسن سوریډ
د ناروې دفاع وزیره این ماري ایریکسن سوریډ

د ناروې دفاع وزیرې وویل، هېواد به یې هم ښایي په افغانستان کې د خپلې ونډې پر زیاتوالي غور وکړي.

هغې زیاته کړه چې دا هېواد به په هرې هغې پریکړې عمل وکړي چې ناټو یې کوي.

XS
SM
MD
LG