د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

ناټو افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو پرېکړه راروانه میاشت کوي


د ناټو سرمنشي د ناټو د مشرانو تر غونډې یوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د ناټو قوماندانانو ده ته وړاندیز کړی چې زرګونه نور پوځیان دغه هېواد ته ولېږي.

ینس سټولټنبرګ وویل د افغانستان وضعیت ته په کتو سره هلته نورو بهرنیو ځواکونو ته اړتیا شته.

په افغانستان کې اوس د ناټو او د هغې د شریکانو شااوخوا دیارلس زره پوځیان د افغان ځواکونو په روزلو او هغوی ته په سلا مشوره ورکولو بوخت دي.

ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کې وویل چې د دې لپاره دا وړاندیز شوی چې د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم ستونزمن دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په وروستیو کې د روزنې مأموریت په بشپړ ډول وارزاوه او زموږ پوځي قوماندانانو د څو زره نورو عسکرو غوښتنه وکړه، موږ د اوس لپاره د ځواکونو د راغونډولو په حال کې یو او زه تمه لرم چې وروستۍ پرېکړه به راتلونکې میاشت وشي."

د ناټو د پوځیانو تر څنګ امریکایي قوماندانانو هم له واشنګتن څخه د نورو زرګونه پوځیانو غوښتنه کړې ده.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي و چې په افغانستان کې یې د خپلو قوماندانانو وړاندیز تر اوسه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره نه‌دی شریک کړی.

ناټو ویلي دي، که افغانستان ته نور پوځیان واستوي دا عسکر به په جګړو کې برخه وانه‌خلي او یوازې به افغان ځواکونه روزي او هغوی ته به سلا مشوره ورکوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چهارشنبې ورځې په ګڼه کې لیکلي دي چې افغانستان ته د نورو بهرنیو پوځیانو د لېږلو دوه هدفه دي، یو دا دی چې هلته به نېږدې اوولس زره نور افغان ځانګړي ځواکونه وروزي.

بهرني پوځیان په دې باور دي چې افغان ځانګړي ځواکونه چې تر اوسه د افغانستان هر ګوټ ته استول شوي دي طالبان او نور د دولت مخالف وسله‌والو ته‌یې ماته ورکړې ده.

د واشنګټن پوسټ په باور نوي بهرني ځواکونه به په افغانستان کې عادي افغان عسکر او پولیس هم وروزي تر څو د دوی مؤثریت په جګړو کې زیات شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یو جنرال پاتریک جي دوناهو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي، که افغانستان ته نور امریکایي عسکر واستول شي د جګړې په ډګر کې به افغان ځواکونه برلاسه شي چې بیا به طالبان دې ته مجبوره شي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG