د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

افغانستان ته د څو زره امریکایي پوځیانو پر لېږلو نړيوالې تبصرې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله تازه ګنه کې افغانستان ته د څو زره نورو امریکایي پوځیانو د لېږلو مسئله څېړلې ده.

دغه ورځپاڼه لیکي چې د دوو هدفونو لپاره امریکا افغانستان ته نور عسکر لېږي:

یو هدف دا دی چې په سلګونو خاص امریکایي ځواکونه افغانستان ته ولاړ شي او هلته نېژدې ۱۷ زره نور ځانګړي افغان ځواکونه وروزي.

د واشنګتن پوسټ په وینا افغان سپیشل فورس تر اوسه هم هغه ځواکونه دي چې هرځای یې طالبانو ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو دوهم هدف د ورځپاڼې په باور د عادي افغان عسکرو او پولیسو روزنه ده ترڅو د دوی مؤثریت د جګړې په ډګر کې زیات شي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې نوي امریکایي پوځیان به په افغانستان کې په مستقیم ډول په جګړو کې برخه وانه‎خلي.

ورځپاڼه د پاتریک جي دوناهو په نوم په افغانستان کې د یوه امریکايي جنرال خبره رااخیستې ده چې وایي، د افغانستان د شخړې حل لاره له طالبانو سره د پخلاینې ده.

دغه جنرال زیاتوي چې افغانستان ته د نوې امریکايي پوځیانود لېږلو هدف دا دی چې کله د سولې خبرې پیلېږي هغه وخت باید د افغانستان حکومت په برلاسه موقف کې وي.

که څه هم د شنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیرجېمز مټیس ویلي و چې تراوسه یې افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلوپه اړه ولسمشر ټرمپ ته وړاندیز نه دی سپارلی خو واشنګټن پوسټ د امریکایي چارواکو په وینا لیکي چې افغانستان ته د نويو امریکایي عسکرو د لېږلو اعلان ښایي د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې وشي.

ډیپلوماټ:

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې ډیپلوماټ مجلې بیا د یوې تیرې غونډې مسئله راسپړلې ده.

ډیپلوماټ لیکي چې روانه اوونۍ په ریاض کې د اسلامي هېوادو او امریکا غونډه د پاکستان لپاره د سروزرو چانس ګڼل کېده، خو هغه وخت دا غونډه د اسلام‎اباد لپاره په ناورین واوښتته چې د صدراعظم نوازشریف او د پاکستان د پخواني لوی درستیز راحیل شریف ویناوې لغوه شوې.

راحیل شریف د نهه دیرشو اسلامي هېوادو د پوځي ائتلاف مشري کوي.

د ډیپلوماټ مجلې په وینا، د پاکستان صدراعظم غوښتل چې د ریاض په غونډه کې د پاکستان دا هڅې روښانه کړي چې له ترورېزم سره په مبارزه کې یې کوي او د نورو توجه جلب کړي.

مجله لیکي چې ستونزه یوازې د نوازشریف او راحیل شریف د ویناوو مخنیوی نه و، ستونزه دا هم وه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې د پاکستان پر زخمونو مالګه ودوړوله.

ولسمشرټرمپ هند د ترورېزم د قرباني په نوم یاد کړ او د پاکستان نوم یې وانه‎خېست.

ډیپلوماټ لیکي چې ښاغلي ټرمپ ښایي قصداً د پاکستان نوم نه وي اخیستی خو د سعودي پاچا او د امریکا ولسمشر پاکستان له نظر اچولی و.

مجله د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي چې ډونالډ ټرمپ د نوازشریف د لیدنې کتنې غوښتنه رد کړه او له هغه سره یې یوازې د ریاض د غونډې ترڅنګ په لنډو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG