د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

شینواری: پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله کې ۱۳۸ سرتېري وژل شوي


په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان سکرټر حساس شینواري ازادي راډيو ته وویل چې پر یاد قول اردو د وسله والو طالبانو په پرونۍ حمله کې د ملي اردو ۱۳۸ سرتېري وژل شوي او ۶۴ نور ټپيان شوي دي.

تر دامهاله یو شمېر کورنیو او نړیوالو رسنیو په دغه پېښه کې د رامنځته شوي مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورنه ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت امنیتي وضعیت او پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله کې د ټپي شویو سرتېرو پوښتنې لپاره دغه ولایت ته تللی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې ولسمشر غني دا مهال د ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځي روغتون کې د ټپي شویو سرتېرو څخه لیدنه کوي.

وسله وال طالبانو تېره ورځ پر یاد قول اردو ډله ییز برید وکړ چې تر څو ساعتونو یې دوام وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرئیه عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د ناټو قوماندان دا برید غندلی او یو جنایت یې بللی.

XS
SM
MD
LG